لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د ښځو پر احتجاج د طالبانو هوایي‌ ډزې، احتجاج کوونکې وایي زخمي شوې دي


واشنګټن ـــ په کابل کې یو شمېر ښځو نن بیا احتجاجي مظاهره کړې او د طالبانو له حکومته یې په دفترونو کې د ښځو د کار کولو،‌ تعلیم او نورو حقونو غوښتنه کړې، خو وايي د احتجاج په مهال د طالبانو له تشدد سره مخ شوې دي. بل لور ته د افغانستان د سپریم کورټ ملازمینو هم احتجاج کړی او وایي تنخاوې نه دي ورکړل شوې.

د طالبانو د حکومت تر څلورو میاشتو تېرېدو وروسته د ښځو د پرله پسې احتجاجونو په ترڅ کې نن هم په لسګونوښځو د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت مخې ته راټولې شوې وې او د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه یې ورکول او د نجونو د سکولونو د پرانیستل کېدو غوښتنه یې کوله.

د بېلابېلو خبري ایجنسیو د رپوټونو له مخې، امنیت ساتونکو طالبانو پر احتجاج کوونکو ښځو د ایټلي ایمرجنسي روغتون ته څېرمه هوایي ډزې کړې خو تر دې دمه پر مظاهره چیانو د ډزو په نتیجه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

احتجاج کوونکو ښځو تور پورې کاوه چې طالبانو د عامه بخښنې ژمنې تر پښو لاندې کړي او وایي د تېر حکومت او افغان ملي اردو غړو ته ګواښونه کوي. یوه احتجاج کوونکې وایزه کاکړ وایي:

"موږ له دې حالته وېرېږو خو دوی [طالبانو] موږ مجبور کړو چې احتجاج وکړو. هغوی هره ورځ جنایتونه او جرمونه تر سره کوي، دوی تل زموږ مخه نیسي او غواړي ښځې [له ټولنې] ورکې کړي، دوی نه یواځې سړي وژني، بلکې ښځې هم ختموي. دوی حتی ښځې دې ته هم نه پرېږدي چې له نارینه پرلته له کوره را ووځي".

افغان مېرمنو په نننۍ احتجاجي مظاهره کې په افغانستان کې د عدالت او انصاف د پر ځای کېدلو په اړه هم شعارونه ورکول.

د هدا خموش په نوم یوې احتجاج کوونکې امریکا غږ ته وویل چې طالب سرتېرو د احتجاج پر مهال پر دوی تشدد کړی دی.

افغانو ښځو نن بیا پر داسې مهال د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره احتجاج کړی چې د طالبانو حکومت اعلان کړی تر دې وروسته موټر چلوونکي له کورني نارینه «محرم» پرته نه شي کولای ښځې په اوږده سفر یو بل ځای په موټرو کې ورسوي.

د بشري حقونو د څار سازمان مشرې هیدر بار د طالبانو دې اقدام ته غبرګون ښودلی او فرانس پرس خبري ایجنسۍ ته یې ویلي: "دغه نوی فرمان په بنیادي توګه تر ډېره د ښځو د زنداني کولو لپاره دی."

طالبانو تر دا مهاله په کابل ښار کې د یو شمېر افغان مېرمنو د لاریون او له هغوی سره د شوي تاوتریخوالي په اړه څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته څو ځله افغان مېرمنو په کابل ښار او هرات ولایتونو کې د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره مظاهرې کړي دي.

د تېرې اکتوبر میاشتې پر 26مه هم یو شمېر ښځینه فعالانو د لاریون پر مهال د افغان ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا هم نیوکې کړې وې.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي چې دوی د ښځو حقوقو ته ژمن دي او وایي ژر به د نجونو د لوړو زدکړو سکولونه بیرته پرانیزي خو د حکومت د جوړېدو یې شاوخوا څلورنیمې میاشتې کېږي لا هم نجونې د تعلیم له حقه محرومې ساتل شوې دي.

د ښځو له احتجاج سره سره د افغانستان د سترې محکمې یا سپریم کورټ ملازمینو هم نن په کابل کې له دې کبله احتجاج کړی چې وایي د تېرو څلورو میاشتو تنخاوې نه دي ورکړل شوې.

دغه احتجاج کوونکي وایي‌ د طالبانو له واکمنېدو سره دوی ته وویل شول چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي‌ خو وایي اوس ورته وایي‌ چې پر کور کښېني. د دوی په وینا د سپریم کورټ شاوخوا 900 کارکوونکي یې بې روزګاره شوي دي.

د طالبانو حکومت د سپریم کورټ د ملازمینو د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي، خو د مالیې وزارت یې وایي د فنډ د نشتوالي له کبله هغه لږ تر لږه 7,000 منصوبې بندې شوې دي چې د نړیوال بېنک او نورو بهرنیو ادارو په مرسته چلېدې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG