لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخکینی افغان ولسمشر اشرف غني په فساد او منظمو جرمونو تورن شوی


واشنګټن ــ د کرپشن او منظم جرمونو په اړه يوې نړيوالې تحقيقاتي ادارې په خپل تازه رپورټ کې دعوه کړې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر اشرف غني د نړۍ په هغو پينځه ولسمشرانو کې دی چې په فساد او منظمو جرمونو کې لاس لري.

د او سي سي آر پي د رپورټ نور تفصيل مېډيا ته نه دی ورکړل شوی چې اشرف غني په څه رنګ په فساد او منظمو جرمونو کې ککړ دی خو د يادې ادارې د چارواکو په وينا اشرف غني خپل ولس بې څوکه پرېښود او دوبۍ ته د زړو فساديانو سره شريک ژوند کولو ته لاړو.

د افغانستان د پخواني ولسمشر له خوا لا تر اوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو د پينځلسم اګست د افغانستان د سقوط وروستو پرې تور لګولی شوی وو چې غني د کابل نه د وتلو په وخت نزدې 169 ميلين ډالر د ځان سره وړي.

ډاکټر اشرف غني په دې اړه خپل سپيناوی په يو ويډیو پيغام کې کړی وو، چې دا تورونه يې دروغ بللي وو او وړانديز يې کړی وو تيار دی چې په دې اړه يو ازاد او خپلواک نړيوال کمېشن ته حاضر شي.

د ډاکټر اشرف غني د امنيت پخواني سلاکار حمد الله محب هم د وي او اې اشنا سره په تازه مرکه کې دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې اشرف غني يې د کابل نه په دومره تادۍ کې ويستلی وو چې د ذاتي استعمال ضروري څيزونه ترې هم پاتې شوي وو.

د افغانستان د بيا ابادۍ د پاره د امریکې ځانګړې تحقيقاتي څانګې «سيګار» چارواکو د امريکې کانګرس کمېټۍ ته ويلي دوی په دې حقله پلټنې کوي خو لا تر اوسه ورته کوم قوي ثبوتونه په لاس نه دي ورغلي.

د واک په وخت کې هم په اشرف غني تور لګول شوی وو چې ورور هشمت غني او د هغه مبينه کاروباري پارټنر امريکايي کمپنۍ ته يې د کرومايټ په ټېکه ورکولو کې د اختيار او خپل اثر رسوخ نه کار اخیستی وو چې د غني حکومت او هشمت غني دواړو دا تورونه دروغ بللي وو.

د او سي سي ار پي د رپورټ د مخه د بېلاروس ولسمشر الېکزينډر لوکا شينکو، د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني، د شام ولسمشر بشارالاسد، د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوان او د اسټريا پخوانی وزير اعظم سبېسټين کورز د نومونو په ترتيب سره په اول، دويم، دريم، څلورم او پينځم نمبر په فساد او منظم جرمونو کې ککړ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG