واشنګټن ـــ په هند کې د جرنالسټانو وژنې، ځورونې او د هغوی خلاف قانوني مقدمې جوړول په ياد هېواد کې د پرېس د ازادۍ د کمولو سوب جوړيږي.
د رپورټرز وېداوټ بارډرز [د بې پولې خبریالانو تنظیم] آر ايس ايف د رپورټ تر مخه انډيا او يمن د جرنالسټانو په وژنو کې يو شان دي ځکه په دواړو هېوادونو کې په کال 2021 کې څلور څلور خبريالان وژل شوي.
البته د هند د اطلاعاتو او نشرياتو وزير انوراګ ټهاکر پارلمان ته ويلي حکومت يې د آر ايس ايف د رپورټ سره متفق نه دی.
د ار ايس ايف د اېشيا پېسیپیک څانګې مشر ډينيل بسټارډ وي او ای ته ويلي دا کار د ډېر وخت نه روان دی.
هند د نړۍ په دريمه درجه خطرناک ملک ګرځېدلی چرته چې په کال 2021 کې څلور جرنالسټان وژل شوي خو بسټارډ وايي په تېرو پينځو کالو کې پکې 18 خبريالان وژل شوي دي.
د آر ايس ايف ځايي مشر وايي “په ډېرو پېښو کې دا خبريالان په دې د هدفي وژنو ښکار شوي چې د منظم جرمونو په اړه يې کار کولو لکه د مثال په توګه د شرابو قاچاق، غير قانوني جواري او د غير قانوني دوايانو کاروبار او د جعلي هسپتالونو د لارې دا خورول”.
بسټارډ په دې باور دی هغه خبريالان چې د حکمران ګوند بي جې پي په لار نه ځي د عدالت د لارې هم ويرول کيږي او وايي “په تېر څو کاله کې بندېزونه او په ځان لګول شوي بندېزونه په دوامداره توګه سېوا شوي”.
د دې په ځواب کې د هند د اطاعاتو وزير انوراګ ټهاکر پارلمان ته ويلي آر ايس ايف ډېر وړوکی مثال رانيولی او د جمهوريت بنيادي نقطو ته يې وزن نه دی ورکړی او نه يې د پرېس د ازادۍ کوم په ډاګه وضاحت کړی.
په عامه توګه د خبريالانو خلاف د غدارۍ او هېواد دښمنۍ تورونه لګول کيږي خو د مېډيا د حقونو تنظيمونه وايي دا تورونه زياتره په هغه کورېج کوونکو لګي چې لا خو د نرېندرا مودي په ګوند او لا د هغه په تګلاره تنقيد کوي.
يواځې په نومبر کې د هند سرکاري ادارې پرېس کونسل آف انډيا 51 مقدمې د مېډيا خلاف جوړې کړي چې پکې د دروغو د خبرونو خورولو او د سپکاوي مقدمې هم دي.
د هند ديارلس خبريالانو هم ورته شکايتونه لېږلي چې د دوی ازادي محدوده کړل شوې ده.
سوشل مېډيا هم د فشار لاندې ده ځکه حکومت ټوېټر او نورو رسنيو ته د هغه خلکو د اکاونټس د بندولو وايي چې د مودي حکومت لا د هغه په اړه تنقيد او په طنزيه انداز ليکنې کوي.