لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې ښځو او سړیو په دوو جلا مظاهرو کې له امریکې د افغانستان د شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه


واشنګټن ـــ په کابل کې نن سلګونو کسانو ښځو او نارینه وو د اقتصادي ستونځو او بېوزلۍ د ختمېدو لپاره دوې جلا احتجاجي مظاهرې کړې چې پکې یې له امریکې څخه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

احتجاج کوونکو ښځو د کابل ښار په یخ موسم کې پر بېلابېلو سړکونو لاریون وکړ او داسې نعرې یې وهلې «د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړئ» او «ماشومان مو ډوډۍ غواړي، زموږ پیسې ازادې کړئ».

بلې خوا ته نن له ماسپښينه وروسته سلګونو نارینه وو هم د کابل ښار په دارالامان سیمه کې لاریون کړی او له امریکې یې د کنګل شویو پيسو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

دغو لاریون کوونکو هم غټ بېنرونه را اخیستي وو، چې پرې لیکلي وو «د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده او هېواد ته را ستنه کړل شي»، «پر افغانانو لګېدلي بندیزونه او فشارونه دې ختم کړل شي».

دغو احتجاج کوونکو ویل د ژمي سړې هوا، خراب اقتصادي حالت، بېوزلۍ او لوږې اړ کړي چې سړک ته راووځي او خپل غږ پورته کړي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې له امریکې څخه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاسون لپاره په کابل کې د خلکو دویم لاریون دی، چې د طالبانو په کلک امنیت کې تر سره شوی دی، خو پرون یې د ښځو د حقونو لپاره د احتجاجي مظاهرې مخه نیولې وه.

افغانو ښځو د احتجاج په پای کې یو قرارداد وړاندې کړ، چې پکې یې امریکې ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په دغه هیواد کې د قطحۍ او لوږې دوام به د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د کډوالو زیاتېدو سبب شي.

د قرارداد په یوه برخه کې راغلي وو "نړیواله ټولنه باید خپل بشردوستانه شعارونه په عمل کې ثابت کړي او په یو غږ د پیسو د خلاسون غوښتنه وکړي. امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې بېله کوم شرطه ازادې کړي، ځکه چې دا د هیڅ کوم شخص یا حکومت شخصي پیسې نه بلکې د ملت پیسې دي."

احتجاج کوونکو له یورپي ټولنې، ملګرو ملتونو او نړیوال بېنک څخه هم وغوښتل چې امریکې ته وایي د افغانستان د پیسو کنګل کول د هیڅ کوم چا په ګټه نه دي. د دوی په قرارداد کې راغلي:

"ملګري ملتونه او نړیوال بېنک باید د ذمه وارو ادارو په توګه د هغه بحران د حل لاره پیدا کړي چې پر افغانانو راغلی او امریکا قانع کړي چې د پیسو کنګل کول پر افغانانو ظلم دی او د دې ظلم خطر به ټوله نړۍ وویني."

د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکې د افغانستان شاوخوا نهه نیم اربه ډالر شتمني کنګل کړې او طالبان ورته لاسرسی نه لري. طالبانو په وار وار د دغو پیسو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکې حکومت وایي د افغانستان د شاوخوا نهه نیم اربه ډالرو شتمنۍ د ازادولو لپاره هیڅ بیړه نه لري. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دوې اوونۍ مخکې ویلي چې د دغو پیسو د کنګل پاته کېدو بېلابېلې وجې دي، وایي دا یوه ډېره پیچلې موضوع ده او د ولسمشر جوبایډن اداره به له خپلو متحدینو سره پرې خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG