لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا ته مخکې کډوال شوي اوس د افغان کډوالو هرکلی کوي


کيليفورنيا ــ د امریکې په کیلیفورنیا کې د ټي بي او کډوالو هسپتال د نورو خيريه ادارو او حکومتي تنظيمونو په مرسته د نزدې 100,000 هغو افغانانو مرسته کوي چې د ولسمشر جو بايډن د پلان سره سم د کال 2022 د سېپټمبر پورې په امريکا کې ځايول دي.

نزدې 48,000 افغان کډوال د پوځي کيمپونو نه ويستل شوي او په نوې ټولنې کې ځای په ځای کړل شوي دي.

د امريکا د وزارت خارجه د وينا تر مخه په دې کډوالو کې د 4000 نه ډېر خلک يواځې په کيليفورنيا کې ځای کړل شوي دي.

ټريم فام چې اوس هم ور ياد کړي وړومبنۍ ورځې يې په امريکا کې څومره ترخې وې نو سترګې يې د اوښکو ډکې شي، خو د هغې څه ښه يادونه هم شته او هغه خوشالي دا وه چې کله دا 22 کلنه کډواله د ويټنام نه امريکا ته راغله او د نويو راغلو خلکو د معاينې په وخت ورسره يوې نرسې په ويټنامۍ ژبه خبرې وکړې.

نزدې درې لسيزې وروستو فام چې اوس د کيليفورنيا د سين هوزی په هغه هسپتال کې پخپله نرسه ده چرته چې يې د راتګ په وخت د کورنۍ درملنه شوې وه. هغه هيله لري چې کوم ارام او اسانتيا ورته ورکړل شوې وه اوس هغه نورو راغلو کډوالو ته ورکړي.

په سانټا کلاره دره کې د ټي بي او کډوالو هسپتال د هغه افغانانو معاينه کوي چې د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته راويستل شوي او په امريکا کې سر پناه لټوي.

ټريم فام له پښتو لا فارسي نه ورځي خو هغه داسې خلکو ته تسلي ورکولی شي چې کار روزګار نه لري لا يې د اوسېدو کرايه ورکول پاتې وي.

تېره ورځ چې هغې د يوې وېرېدلې ژړغونې بوډۍ افغانې لاس ونيو نو ويې ويل “هغه ټول ناروغان چې د نړۍ د هر چرته نه راځي زه يې وينم. ته پوهېږې زه ويټنامي ناروغان ګورم او يو ګڼ شمېر کډوال معاينه کوم. زه پکې خپل ځان وينم”.

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کډوالو د پروګرام د فنډ کمولو د سوبه به حکومت له د دې په اړه په تېزۍ ګامونه اخستل وي خو د لودرن ايميګريشن اينډ ريفيوجيز سروس صدر کرېش اومارا وېګناراجه وايي ولسي مرستې او غبرګون د ډاډ وړ دي.

وېګناراجه وايي “مونږ پوهېږو چې بيا بحالي د اوونو او مياشتو کار نه دی بلکې د دې کاميابول کلونه غواړي. او د دې د پاره د ځايي خلکو سره يو غښتلی تړون ډېر اړين وي”.

غير سرکاري تنظيمونو چې د بيا بحالۍ کار کوي تر اوسه امريکا ته نوي راغلي نزدې 6000 افغان ځای په ځای کړي چې 1400 په شمالي ورجينيا، 350 په ټېکساس، 275 په واشنګټن او اورېګان او 25 د شمالي ډکوټا په فارګو کې ځای کړل شوي دي.

په اوکلوهاما ايالت کې چرته چې نزدې 900 نوي افغان کډوال بوتلل شوي او دومره به نور بوتلل شي د کيتولېک چيريټيز اف اوکلوهاما سيټي ويانده کارلي اکارډ وايي په منډه د وتلو د سوبه د ډېرو سره پېژندپاڼې هم نشته.

هغه وايي “دوی راوتښتېدل او هيڅ هم ورسره نشته”.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG