لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې یوه افغانه امریکایي رینا امیري د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره ځانګړې استازې وټاکله


واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو او نجونو د چارو او بشري حقونو لپاره دوې مېرمنې، یوه افغان نژاده امریکایۍ رینا امیري د ځانګړې استازې او بله سټیفني فوسټر د مشرې سلاکارې په توګه ټاکلې دي.

رینا امیري پینځه کلنه وه او په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه امریکې ته راغلې او خپلې لوړې زدکړې یې د قانون او ډیپلومېسۍ په څانګو کې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې رینا امیري به د ځانګړې استازې په توګه له حکومت او د امریکې د ملي امنیت له ادارې سره د اساسي اهمیت وړ مسایلو لکه بشري حقونو او د ښځو، نجونو او نورو مختلفو ټولنو په برخه کې کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د چارشنبې- شورو په ورځ په یو ټویټ کې د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه د رینا امیري هرکلی کړی او لیکلي یې دي:

"رینا تر دوو لسیزو زیاته تجربه او ځانګړې پوهه لري چې د ټولو لپاره د یوه زیات سوله ییز، ارام او خوندي افغانستان په برخه کې به زموږ چارې پر مخ بوځي".

اینټني بلینکن یوه بله امریکایي مېرمن سټیفني فوسټر د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانانو د بیا مېشتولو د هڅو د همغږۍ په ټیم کې د ښځو او نجونو په چارو کې د لوړپوړې سلاکارې په توګه ګومارلې ده.

رینا امیري په تېرو دوو لسیزو کې د امریکې په حکومت، ملګرو ملتونو او له افغانستان په تړلیو څېړنیزو ادارو کې کار کړی دی. هغې د مخکیني ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې هم د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې د ځانګړي استازي د سلاکارې په توګه کار کړی دی.

رینا امیري یو وخت د نیویارک پوهنتون د نړیوالو چارو په مرکز کې لوړپوړې څېړونکې وه او د افغانستان او سیمې په اړه یې د سولې ازمېښتونو، امنیت او پرمختیا پروګرامونو مشري کوله.

مېرمن رینا امیري د بن د تړون د لاسلیک پر وخت د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د سیاسي ټیم غړې هم وه.

رینا امیري لیکواله هم ده چې وخت په وخت یې په نړیوالو ورځپاڼو کې د بشري حقونو، د افغانستان پر حالاتو او پر نورو مسایلو ګڼ شمېر لیکنې کړې دي او پر ټویټر هم فعاله وه. طالبانو چې څو ورځې وړاندې له کورني نارینه [محرم] پرته د ښځو پر سفر بندیز ولګاوه، ریني امیري په دې اړه په خپل یو ټویټ کې لیکلي:

"په افغانستان کې یوه ښځه چې تر شپږ میاشتې کمه موده کې د پارلمان غړې وه، قاضۍ وه، رهبره وه او نړۍ ته یې سفرونه کول اوس د کار اجازه نه ورکول کېږي او له سړي پرته تر 45 مایله زیات سفر نه شي کولای. هغه په هېواد کې تر لږ لوستو نارینه وو کم واک لري او په بشپړه توګه د هغوی تابع ده".

د طالبانو حکومت د رینا امیري د ټاکل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان او نوره نړۍ کې مېشتو افغانانو او خپله د امریکې د کانګرس ګڼ شمېر غړو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم د بهرنیو چارو وزارت ته د هغې د ورتګ هرکلی کړی او پر خپله رسمي ټویټر پاڼه یې لیکلي دي:

"خوشاله یم چې د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه به له رینا امیري سره بیا کار کوم، هغه به په دې برخه کې خپلې ژورې تجربې او مهارتونه راسره شریکوي چې موږ ورته اړتیا لرو".

امریکې یوه افغانه مېرمن په داسې وخت کې د افغانو ښځو د حقونو لپاره ځانګړې استازې ټاکلې چې طالبانو لا تر څلورنیمو میاشتو وروسته هم د نړیوالې ټولنې پر ټینګار باوجود د ښځو، نجونو او اقلیتونو حقونو ته د درناوي په برخه کې موثر ګام نه دی پورته کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG