لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطيني مشر د اسرايل سفر کړی، د دفاع وزير سره يې ليدلي


فلسطيني مشر محمود عباس د نهې/ سه شنبې په ورځ د اسرايل د دفاع وزیر بېني ګېنټز سره ليدلي، په امنيتي او نورو ماملاتو يې ورسره خبرې کړي دي.

د اسرايل د دفاع وزارت ويلي، چې ګېنټز عباس ته ويلي، چې هغه د اقتصاد او ولسي برخو کې د باور سېوا کولو دپاره اقداماتو ته د ودې ورکولو اراده لري څنګه چې دوی په مخکنۍ ليدنه کې اتفاق کړی وو.

رويټرز خبري ادارې ويلی، چې د ليدنې وروسته د اسرايل د دفاع وزارت د ګامونو د يوې لړۍ اعلان کړی دی، او هغې ته يې د باور جوړولو د اقداماتو نوم ورکړی دی، د کوم سره به چې په لسګونو فلسطيني کاروباريان اسرايل ته په اسانۍ سره داخلېدی شي.

سږ کال د اګست په مياشت کې عباس د خبرو دپاره د فلسطین د اتهارټۍ د مرکز سفر کړی وو، دا په څو کلونو کې لومړۍ دولتي ليدنه وه.

د خبري ادارې اې اېف پي ترمخه د دغه ليدنې وروسته د اسرايل وزیراعظم نفتالي بېنېيت ویلي وو چې د دواړو ترمنځ د سولې کوم عمل جاري نه وو او نه به داسې کيږي.

د فلسطين د ښاري چارو وزير حسېن الشېخ د نهې د ورځې د ليدنې په اړه ويلي، عباس د بېني ګېنټز سره ليدلي او په ليدنه کې يې په سياسي ماحول جوړولو ټینګار کړی دی، کوم چې د نړيوالو قراردادونو ترمنځ د سياسي حل پله لاړ شي.

ويل شوي د اسرايل د دفاع وزیر او محمود عباس د اباد کاريانو له امله په کړکېچنو حالاتو هم خبرې کړي او په ليدنه کې په امنيتي، اقتصادي او انساني مسلو غور شوی دی.

د اسرايل د مخکني وزیراعظم بېنجمن نېتن ياهو په وخت کې په کال 2014 کې د سولې خبرې ځنډول شوې او لويديځې کنارې پله ابادۍ غځول شوې وې.

د اسرايل اوسنی وزيراعظم بېنېیټ د فلسطين د ریاست مخالفه دی.

د رايټرز ترمخه حماس وسله وال تنظيم د محمود عباس د اسرايل د سفر غندنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG