لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بايډن به د پيوټن سره د يوکرېن په سر خبرې کوي


د امريکې صدر جوبايډن به د زیارت/ پنجنشبې په ورځ د خپل روسي سیال ولاديمير پيوټن سره په ټيليفون د يوکرېن د شخړې په سر خبرې کوي چې دغه مسله د سفارتکارۍ د لارې هواره کړي.

يو امریکايي چارواکي ویلي، امریکا د سفارتکارۍ دپاره تياره ده او غواړي چې دغه د سفارتکارۍ لاره مخ په وړاندې لاړه شي. خو نوموړي ورسره دا خبره هم کړې ده که روس يوکرېن پله پرمختګ او يرغل کوي نو امریکا يې ځواب ته هم تیاره ده.

چارواکي ویلي، د دغو خبرو خواست پيوټن کړی وو، دا په داسې حال کې چې په لسمه جنورۍ په جنېوا کې د لوړې کچې خبرې کيږي، داسې تمه نشته چې صدر بايډن په دغو خبرو کې برخه واخلي.

دا خبرې په يوه مياشت کې دوېم ځل دی چې کیږي په داسې حال کې چې د استخباراتي راپورونو ترمخه د روس لخوا د يوکرېن پولې ته نزدې 70زره سرتيري په ځای کړی شوي دي. خو امریکايي استخباراتو اټکل کړی چې پيوټن پلان لري چې د يو لک 75زره پورې سرتيري په ځای کړي.

امریکا پرله پسې يوکرېن ته د ملاتړ ورکولو ویلي، او يوکرېن ته يې د امنيت دپاره په ملينونو ډالره ورکړي دي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکن د يوکرېن د صدر ولاديمير زيلنسکي سره خبرې کړې او ويل شوي بلینکن د يوکرېن صدر ته باور ورکړی چې امریکا به د روس په وړاندې د يوکرېن د خپلواکۍ او ازادۍ ملاتړ کوي.

سپينې ماڼۍ بيا بيا دا خبره تکرار کړې که روس په يوکرېن يرغل کوي سختې نتيجې به یې ورته د غاړې کيږي.

د شورو په ورځ د یوکرېن صدر زيلنسکي ویلي امریکا ورته د روس په وړاندې د پوره ملاتړ باور ورکړی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بلينکن د برتانيې، فرانس او جرمني د بهرنیو چارو وزيرانو سره خبرې کړي او ویل شوي د يوکرېن پرضد د روس په وړاندې به ودریږي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ويلي، د لويدیځ دغو بهرنیو چارو وزیرانو هم د روس د يرغل په صورت کې په غټه کچه د سختو نيجو ورکولو ويلي دي.

د کرېملن ویاند ډېمېټري پيسکوف د زيارت د ورځې د ټيليفوني خبرو تاييد کړی چې د روس په وخت ماښام به دغه خبرې کيږي.

د شورو په ورځ د روس وزيراعظم ميخايل مېشتوسټن د ګاونډي ارمينيا، ازربايجان او بېلاروس د مشرانو سره هم خبرې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG