لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خانه کعبه او مسجد نبوي کې فاصله ساتل او ماسک اچول بيا لازمي کړل شوي


په سعودي عرب کې د کرونا وبا زياتېدو له امله په خانه کعبه (مسجدالحرام) او مسجد نبوي کې په عمره او نمونځ کوونکو باندې د فاصلې ساتلو او ماسکو اچولو بندېزونه بيا لګول شوي دي.

د سعودي عرب خبري ادارې سعودي پرېس ايجنسۍ خبر ورکړی چې د خانه کعبې او مسجد نبوي انتظام کوونک ادارو اعلان کړی چې نن د زيارت/ پنجشنبې (30) دسمبر د سهار نه به فاصله ساتل او ماسک اچول لازمي وي.

سعودي عرب دا بندېز وروسته له هغې لګولی چې د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا وايرس اومېکرون ډول په تېزۍ سره خوریږي.

د صحت نړيوالې ادارې ويلي، د کرونا وايرس ډېلټا او اومېکرون ډول شريکه خطره ده او پېښې په مخه سېوا کیږي.

د خبر ترمخه د سعودي عرب اړونده چارواکو مسجدالحرام او مسجد نبوي ته تلونکو ته په ټاکلي وخت د اجازت ورکولو ويلي او زياته کړې يې ده چې خلک دې د چارواکو په لارښوونه عمل وکړي.

ویل شوي په مسجدالحرام او مسجد نبوي کې د نمونځ کوونکو او عمرې ادا کوونکو د فاصلې ساتلو دپاره نخښې بيا لګول شوي کومې چې د اکتوبر په مياشت کې لرې کړل شوې وې.

سعودي عرب د نورو هېوادونو په څېر په لومړو کې سعودي عرب ته په تګ، او عمرې باندې بندېزونه لګولي وو.

خو وروسته يې په دغو بندېزونو کې نرمي کړې، او عمرې يې ازادې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG