لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان هوايي ځواک څنګه سقوط وکړ؟


واشنګټن ــ په 15 اګست د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط څو ساعته وړاندې ځينې افغان هوابازان په ځای د دې چې د ورختونکو طالبانو خلاف حملې پيل کړي په خپل منځ کې سره په جنګ وو.

په کابل هوايي ډګر ځينې د افغان هوايي ځواک کارمندان چې د امنيت په دنده ګومارل شوي وو په خپلو کې په جنګ شول او د يو پوځي هيليکاپټر- چې الوت ته چمتو وو- مخه يې ونيوله.

رايټرز خبري ادارې ته د هيليکاپټر چلوونکي- چې په پېښه کې د بل ملګري سره ژوبل شوی وو- وويل د الوت مقام يې نیزدې ځای ښودلو خو امنيتي سرتېري پوهېدل دا پرواز د ملک نه بهر ته دی او بايد دوی هم پکې ځان ځای کړي.

يو بل امنيتي سرتېري چې د الوت مخه يې نيوله پايلټ ته ټوپک نيولی ږو ګولۍ يې وچلولې چې کاکپېټ يې سوری کړو هم يې پايلټ خوږ کړو او هم يې د هغه يو همکار. دواړو ته د دارو درملو حاجت وو او پايلټ وويل “زما مخ د وينو ډک وو”.

دا او داسې نورې کیسې د افغان پوځ د ځلېدونکي هوايي ځواک د پرزېدو په اړه ډېر څه مخې ته راوړي چې امريکا پرې په اربونو ډالر د دې د پاره خرڅ کړي چې په مذهبي ياغيانو لاسبری ولري.

د افغان ځواک هوايي بمبارونو بې شماره طالبان وژلي او بيا دا چې د دې په مقابل کې يې خپل هوايي ځواک نه لرلو.

خو دا منصوبه هغه وخت ګډه وډه شوه چې د کال 2021 په منځ کې امريکايي ځواکونو د افغانستان نه وتل او د افغان هوايي ځواک سره مرسته کول راکمه کړه.

په ورزشي بوټانو او ماتو ګوډو پېک اپ ګاډو کې سواره وسله وال زر زر په هغه هوايي ميدانونو وروختل چرته چې پوځيانو اکثر بې د جنګه هر څه پرېښودلي وو.

وسله رسول کم شو، د الوتکو د سمولو کار ټکنی شو او چې څومره د کار جوګه جهازونه وو هغه هوابازانو بيرته د اخري مظبوط سنګر کابل د حفاظت د پاره بوتلل، خو دغه حکمت عملي هم پلی نه شوه.

د اشرف غني د ملک پرېښولو دا عمل نور هم تېز کړو چې پايلټان خپل اوزار او ځانونه د ملک نه بهر وباسي. هوابازان، د ځواک نوره عمله او تر يو کچې پورې خپل خپلوانو يې هم په منډه منډه پروازونه ډک کړل او بهر لاړل.

د امريکايي او افغان چارواکو په وينا د افغان هوايي ځواک نیزدې دريمه برخه جهازونه ازبکستان او تاجکستان ته وړل شوي دي.

يو پخوانی افغان هواباز وايي “که ريښتيا ووايم مونږ په اخر کې اختيار وبايلو”. دا پرزېدل دومره زر وشول چې پينټاګان سملاسي کابل ته پوځيان د دې د پاره وليږي او هغه په درځنونو امريکايي الوتکې بې کاره کړي چې افغانستان ته ورکړل شوې وې خو اوس چرته د طالبانو په کار رانشي.

د امريکا د پوځ پخوانی بريګډير جنرل جان مېشل د دې کار د پاره ولېږل شو چا چې يو وخت یې په افغانستان کې د افغان هوايي ځواک د تربيې دنده لرله. هغه خفه ضرور دی خو د مايوسۍ پايلې ته حيرانه نه دی ځکه هغه ګڼي امريکا يو داسې ماډل لرلو چې هغه د افغانستان په رنګ ځای د پاره سم نه وو.

مېشل وايي “دا يوه د خواهش ډکه منصوبه وه او د پيل نه لګېده چې ناکامه کيږي”.

د امريکا د سنټرل کمانډ مشر جنرل فرينک مېکينزي په اپريل کې کانګرس ته خبرداری ورکړی وو چې که چرې امريکا ترې خپل لاس واخست نو انديښمن دی چې افغان هوايي ځواک به ونه کړی شي الوت هم وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG