پېښور ـــ څېړونکي وایي هغه تګلارې هميش د ناکامۍ سره مخ وي چې پکې د يو هيواد مدني ټولنه، مېډیا او منتخب پارليمان ته ډاډ نه وي ورکړل شوی او د بندو تمبو شاته جوړيږي.
وایي د پاکستان د امنيت تګلاره به تر هغه وخته ناکامه وي چې د پوځي طاقت پر ځای د هيواد د مضبوط معيشت دپاره تلپاتي ګامونه نه وي پورته کړی شوي ځکه چې روانو حالاتو کې هيوادونه يو بل دپاره خطر نه دي بلکې غربت، جهالت او ترهګري لوی ازمېښتونه دي کوم چې پاکستان کې ليدل کېږي.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې مشر ډاکټر فيض الله جان وایي د ملک په کچه پاليسي هغه وي د کوم په شا چې قامي يووالی وي خو هغه د پاکستان په پاليسو کې نه لیدل کېږي، وایي يو څو کسان د بندو تمبو شاته پاليسۍ جوړي کړي او په ولس يې وتپي:
"غريبي، جهالت او ترهه ګري د پاکستان د امن لوی دښمنان دي او دغه ټول د ملک د پولو دننه دي، دا څه نوې خبره نه ده چې په دې پاليسۍ کې به اقتصاد ته ړومبيتوب ورکول کېږي، مونږ ته خو دا پته نشته چې د هيواد اقتصادي پاليسي څه ده، چا جوړه کړې ده او څه ډول يې جوړا کړې ده؟".
نوموړی وایي د غصې يا د خفګان په حالاتو کې تګلاري جوړول غوره خبره نه وي، وایي نړۍ کي پر مختللي قومونه ډېر په سړه سينه خپلې حکمت عملي جوړوي، زياتوي چې د پيښور ارمي پبلک سکول د پېښې وروسته هم يو نېشنل ايکشن پلان جوړ کړی شوی وو خو نتيجه یې ور نه کړه.
مشر خبريال حق نواز وایي روانو حالاتو کې پاکستان د امنيت قامي پاليسي ته ډېره اړتيا لري او ډيرې مودې راهسې دا د بحث موضوع هم پاتې شوې ده، وایي د سیمې او په ځانګړې توګه افغانستان کې په توندۍ سره بدلېدونکي حالات پکې هم يو لوی ټکی دی:
"په دې خاوره چې د پېښور ارمي پبلک سکول يا د چارسدي باچا خان پوهنتون په شان د بدامنۍ پېښې شوې وې له هغې وروسته تګلارې او کميشنونه جوړ شوي، دغه پلان باندې هغه شان عمل نه دی شوی څه ډول چې پکار وو، هم دغه وجه ده چې ولس اوس هم اندېښنې لري د نوی قامي امنيت تګلارې په اړه".
حکومتي چارواکي وايي دا هفته اعلان شوې نېشنل سېکیورټي پالېسي په اړه د بېلا بېل نظر لرونکو خلکو سره خبرې شوې او د هغوی مشورې پکې شاملې کړی شوي دي.
د وفاقي کابينې د منظورۍ وروسته د پوځ وياند ميحر جنرل بابر افتخار د ټويټر د لارې خپل پيغام کې لیکلي چې د هيواد وسلوال ځواکونه به د پاليسۍ ترجیحات په ترلاسه کولو کې خپل کردار ادا کوي، خو اپوزيشن ګوندونه په حکومت سختې نيوکې کوي چې دغه پاليسي پارليمان کې نه ده وړاندې کړی شوې.
د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو د مطالعو د څانګې استاد پروفيسر جميل چترالي وایي پاکستان څلوېښت کاله پس هم په هغه ډګر ولاړ دی، وایي رياست ته به د مذهبي انتها پسندۍ نه غاړه خلاصول وي او دې سره به د بهر ملکي پوځي مرستو نه لاس رانغاړي نو هله به يې پاليسي کاميابيږي:
"پاکستان په اويا کالو کې يو شی په ځای پاتې کړی دی او هغه د ریاست مذهبي شناخت او مذهبي رنګ دی، زمونږ ډېر تاوان شوی دی او نيم ملک مو پکې بایللی. د پاکستان بېلا بېل قومونه، د هغوی ژبې او دود دستور ته مناسب ځای په رياستي پاليسۍ او بيانيه کې نه دی ورکړی شوی، که نن هم دا کار وشي د ملک په ګټه به وي".
د پاکستان د قامي سلامتیا مشیرمعيد يوسف څو ورځې وړاندې د اعلا چارواکو د غونډې ګډونوالو ته د امنیت د تګلارې د بنیادي ټکو په اړه معلومات ورکړي او ويلي یې دي چې د تګلارې مقصد د پاکستاني شهري "تحفظ، امنیت او وقار" باوري کول دي او دا هدف به د اقتصادي پرمختګ د لارې ترلاسه کولی شي.