لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د هندوانو د یو زیارت په ګڼه ګوڼه کې 12 تنه مړه شوي


واشنګټن ـــ د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د هندوانو په یوه زیارت کې د نوي عیسوي کال په لومړۍ ورځ په ګڼه ګوڼه کې د ټېل ماټېل له کبله 12 تنه مړه شوي او 13 نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي دا پېښه د هندي کشمیر له مرکز جمو څخه شمال لور ته د 52 کیلومیټرۍ په فاصله په یوه غرنۍ سیمه کې د ویشنو دېوي په نوم مندر کې شوې او د علت په اړه یې پلټنې روانې دي.

چارواکي د پېښې ټپیان یې روغتون ته وړي، د روغتون یو نیورو سرجن ډاکټر جې پي سینګ وایي، د څلورو ټپیانو حالات مرګونی دی او هغوی یې پر وینټیلېټر ساتلي دي.

یو هندو زیارت کوونکی مهېش وایي، په ګڼه ګوڼه کې هغه وخت د زیارت کوونکو تر منځ ټېل ماټېل پیل شو، چې په یوه دروازه مندر ته ور ننوتل او په خوشالۍ د زیارت په لور روان وو:

"یوې دروازې ته نیژدې څه وشول او زه د خلکو تر ګڼه ګوڼه لاندې شوم، ساه مې لنډه شوه او ولوېدم خو هڅه مې وکړه ولاړ شوم، خلک مې ولیدل چې پر لوېدلو خلکو پاس تېرېدل، دا یو بوږنوونکی منظر وو، خو ما د ځینو ټپیانو په ژغورلو کې مرسته وکړه".

د ویشنو دېوي زیارت د هند په شمال کې د هندو مذهب یو تر ټولو سپیڅلی ځای دی چې هره ورځ ورته زرګونه خلک د عبادت لپاره ورځي. چارواکي اندېښنه څرګندوي چې کېدای شي د مړیو شمېر زیات شي.

یو بل زیارت کوونکی پریانش وایي دی او لس نور ملګري یې د جمعې په شپه له نوي ډیلي څخه دې زیارت ته ورغلي وو او وایي دوه ملګري یې په ګڼه ګوڼه کې مړه شول.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او پر ټویټر یې په پېښه کې د مړه شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG