لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانۍ پوځي افغانې د طالبانو په واک کې په ويره کې ژوند کوي


واشنګټن ـــ هغه افغانې مېرمنې چې د پخواني حکومت په دوره کې په افغان پوځ کې کار کړی وايي د طالبانو واک نيولو وروستو يې ژوند بدل شوی دی.

د پخواني پوځ يوه 28 کلنه افسره جميله وايي “زه داسې ګڼم لکه چې په جېل کې يم. زه ټوله ورځ په کور کې يم. زه نه څه کار کولی شم نه بهر وتلی شم. ډېره ويرېږم”.

د افغانستان په امنيتي ځواکونو ای اين ډي ايس ايف کې 6300 افغانو ښځو کار کولو خو اوس نه يواځې دا چې د دوی ژوند ته خطر دی بلکې طالبانو د ښځو په ګرځېدو او بهر وتلو بندېزونه هم لګولي دي.

جميله وايي “هيڅ هيله نه لرو چې حالات به بدل شي. نه ګڼم د افغان پوځ پخوانۍ غړې به په راتلونکي کې طالبانو ته د منلو وړ شي”. د جميلې اصلي نوم د احتياط په خاطر پټ ساتل شوی دی.

طالبانو چې کله په 15 اګست واک نيولی او تېر حکومت له منځه تلای په ښځو سخت قانون ورتپل شوی لکه ښځې کار نه شي کولی، د پرايمرۍ نه پورته د زدکړو حق نه لري او اوږد سفر نه شي کولی.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هيومن رايټس واچ او ملګرو ملتونو په تازه رپورټونو کې ويلي طالبانو خپلسري عدالتونه جوړ کړي او سره د دې چې عامه بخښنه يې اعلان کړې بيا يې هم د 100 نه زيات پخواني امنيتي او حکومتي خلک وژلي دي. طالبانو دا دعوې رد کړې دي.

جميلې د افغان ملي پوځ د 207 ظفر کور سره په هرات کې لس کاله خدمت کړی او وايي هره ورځ داسې خبرونه اوري چې چرته څوک وژل شوی وي او چرته څوک بې درکه کړل شوی وي.

جميله وايي “سره د دې چې طالبانو ژمنه کړې انتقامي وژنې به نه کوي خو په خبره يې باور نه شي کېدلی. زه وېرېږم چې طالبان به مې ونيسي او مړه به مې کړي”.

اغلې جميلې وويل چې د يو ځای نه بل ته او د بل نه بل ته بدليږي او هڅه يې دا ده چې څوک يې ونه پېژني. وایي افغانو ښځو له په پوځ کې کار کول هسې هم اسان نه وو ځکه ډېرې کورنۍ ښځو ته د دې اجازت هم نه ورکوي.

د سيګار په تازه رپورټ کې ويل شوي سره د سر د خطر افغانو مېرمنو بيا هم په امنيتي ځواکونو کې دنده تر سره کړه.

جميله چې اوس د دوو بچو مور ده وايي کورنۍ يې سخته خلاف شوې او د روانو مشکلاتو ټوله ذمه واري په هغې وراچوي ځکه چې وایي د کورنۍ د مخالفت باوجود دا پوځ ته لاړه.

د کابل د سقوط نه وړاندې ډېرې ښځې، حکومتي کارمندان او د مدني ټولنې فعالان په هدفي وژنو کې په نخښه شوي.

د امريکې د خارجه چارو وزارت چې په کال 2021م کې کومو اوو افغانو ښځو ته د زړورتیا نړیواله جایزه (انټرنيشنل وومن اف کرېج ايوارډ) ورکړی وو په هغې کې درې تنو د افغان امنيتي ارګنونو سره دنده لرله.

جميله وايي د طالبانو د راتګ سره يې ډېرې ملګرې پاکستان او ايران ته واوړېدې خو اکثريت په افغانستان کې د دې سوبه پاتې شوې چې نه یې پيسې لرلې او د سفر اسناد او يو شمېر پکې د نورو مجبرو د لاسه ګېر پاتې شوې.

د هرات يوه بله پخوانۍ پوځي افسره چې نه يې غوښتل خپل نوم ښکاره کړي پاکستان ته تللې او دې رپورټر ته يې ويلي “بله لار مې نه لرله سېوا د دې نه چې پاکستان ته وتښتم. زه د خپلو خپلوانو سره ووتم او پاکستان ته واوړېدم”.

هغه وايي “مونږ د دوی خلاف جنګېدو. دوی مونږ وژلو او مونږ دوی وژل”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG