لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دوکۍ کې د کال په لومړۍ ورځ په کان کې څلور مزدوران مړه شوي


کوټه ـــ د کال 2022م په لومړۍ ورځ په بلوچستان کې د کولې په کانونو کې څلور مزدوران مړه شوي او دوه ټپي شوي دي.

تېر کال په بلوچستان کې 160 او په ټول پاکستان کې 230 د کولې د کانونو مزدوران د کار پر وخت په بېلا بېلو پېښو کې مړه شوي او سلګونه ټپيان شوي دي.

د بلوچستان ايالت د دوکۍ ضلعې د څماولنګ په لونډه سيمه کې د کولې يا سکرو د کان د نړيدو له امله دوه کارکونکي مړه شوي. د ماينونو او معدنياتو د سرکاري محکمې د څماولنګ انسپکټر مقصود احمد وي او اې ډيوه ته وويل:

د کولې په کان کې لاندې شوو مزدورانو جسدونه مو را ايستلي او له ضروري کاروايي وروسته مو د هغوی کورنۍ ته سپارلي، د مړه شوو مزدوارنو تعلق د بلوچستان له کوهلو سيمې سره وو”۔

دويمه پېښه هم د دوکۍ ضلعې په قدرتي نامه سيمه کې شوې، د چارواکو په خبره د کولې د کان د نړيدلو له کبله څلور تنه په کان کې بند پاتې شوي وو. د ماينونو او معدنياتو د محکمې د دوکۍ انسپکټر صابر شاه کاکړ و ډيوه ته وويل:

په پېښه کې دوه کار کوونکي مړه شوي او يو مو په ټپي حالت کې را ايستلی، يو کان کيندونکی لا هم په کان کې بند پاته دی، چې د را ايستلوهڅې يې روانې دي”۔

د کولې يا د سکرو د مزدوروانو لپاره کار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز فيډريشن" رپورټ دی چې په کال 2021 کې په بلوچستان ايالت کې 160 او په ټول پاکستان کې 230 د کولې کان کيندونکې د کار پر وخت په بېلا بېلو پېښو کې مړه شوي او تر 300 زيات ټپيان شوي دي۔

د ياد تنظيم جنرل سېکرېټري سلطان لالا وي او اې ډيوه ته وويل په کال 2021م کې د سکرو په کانونو کې تر ټولو زياتې مرګونې پېښې د بلوچستان ايالت په دوکۍ ضلع کې شوې”۔

د سلطان لالا په خبره په کال 2021 م کې تر 2020 م کال زياتې پېښې ثبت شوې، وايي په 2020 کال کې په بلوچستان کې 115 او په ټول پاکستان کې 218 کان کيندونکي د سکرو يا کولې په کانونو کې د پېښو له سببه مړه شوي وو.

لالا زياتوي چې اصل شمير يې تر دا هم څو چنده زيات دی، خو وايي د کان مالکان او ټېکداران زياتره مرګونې پېښې له قانوني سزاوو او جرمانو څخه د ځان خلاصولو په خاطر پټوي او هغه د ريکارډ برخه ځکه نه جوړېږي۔

د پاکستان سېنټرل کول ماينز فيډريشن رپورټ زياتوي چې په کال 2021 م کې د کولې په کانونو کې زيات مرګونه د زهرجن ګيس، د کانونو د نړېډو او په کانونو کې د ګېس د چاودنو له کبله شوې دي.

په رپورټ کې ويل شوي چې په 2021م کال کې څلور مرګوني پېښي د کمزورې، استعمال شوېلي زړې او ارزانه اوسپنيزو رسيو(تارونو) له وجې شوې. رپورټ زياتوي چې د حکومت او اړوند چارواکو له خوا پر قوانينو باندې د عمل د نشتوالي له وجې په مرګونې پېښو کې زياتوالی راروان دی۔

د ماينونو او د مزدوروانو لپاره د سرکاري ځانګړې څانګې “ماينز لېبر اېنډ ويلفېر” کمیشنر محمد جمع مندوخېل وي او اې ډيوه ته وويل،په کال2021 م کې يواځې 95 مزدوران مړه شوي او 300 ته نېږدې ټپيان شوي دي”۔

د پاکستان سېنټرل ماينز فېډرېشن رپورټ دی چې دا وخت په بلوچستان کې تر يو لک زيات کان کيندونکي، د ايالت په بېلا بېلو سېمو کې د کولې يا سکرو په کانونو کې مزدوري کوي۔

وايي تېر کال په مړو شوو خواريکښو کې زياتره د خېبر پښتونخوا د شانګلې، د افغانستان او د بلوچستان ايالت له پښتني سیمو سره د تعلق لرونکو دی۔

خو د حکومت له خوا د ماينونو د مزدوروانو لپاره د ځانګړې څانګې ماينز لېبر اېنډ ويلفېر کمشنر محمد جمع مندوخېل په خبرہ “دا وخت په ايالت کې د کولې د مزدورانو شمېر 30 زره دی”۔

د مندوخېل په خبره د دوی محکمه په ډېرو کمو وسايلو او په کم افرادي قوت باندې خپله زمه واري ترسره کوي. هغه وويل، کوم څوک چې قانون نه پلی کوي او د مزدورانو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره بندوبست نه کوي د هغوی پر ضد عدالت ته تللي یو:

په هم دې لړ کې مو په کال 2021 کې تر 400 پورې چالانونه عدالت ته جمع کړي، په بلوچستان ايالت کې په کوله کانونو کې د داسې پېښو مخنيوی ځکه هم ګران دی چې دا کانونه اوس ډېر ژور وهل شوي، دا ولاړ يا سيدها کانونه دي او دلته کوله/سکارہ په لږ مقدار دي، خو خلک بيا هم دلته کوله راباسي ځکه داسې پېښې کېږي”.

د ماينونو او د معدنياتو له قانون سره سم په کانونو کې د مړه شوو کسانو کورنۍ ته به د ايالت حکومت پينځه لکه روپۍ ورکوي، د سلطان لالا په خبره د ملک په نورو ايالتونو کې د کولې د کان مالک هم د مړه شوي مزدور کورنۍ ته پينځه لکه روپۍ ورکوي، خو په خبره يې چې په بلوچستان کې ټهېکداران د مړه شوو مزدورانو کورنيو ته دوه يا دوه نيم لکه ورکوي.

حکومتي چارواکی محمد جمعه مندوخېل وایي په بلوچستان کې د کولې په مزدورانو کې 50 سلنه له افغانستان سره تعلق لري او وايي چې هغه که مړه هم شي نو کورنيو ته يې د حکومت له خوا پېسې ځکه نه ورکول کېږي چې هغه پاکستاني اسناد نه لري، د مندوخېل په خبره د کان د ټهېکدار يا مالک لخوا هغوی ته دوه يا درې لکه روپۍ ورکول کېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG