لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه بلوڅانو کورنۍ وایي په 2022م کې به هم خپل ورک خپلوان لټوي


کراچۍ ـــ د لادرکه بلوڅانو کورنۍ وایي چې دوی به په نوي پیل شوي 2022م کال کې هم د خپلو زرګونو جبري بې درکه خپلوانو د موندلو د پاره خپلې مبارزې دوامدارې ساتي.

د بلوڅ لادرکه شوو کسانو کورنۍ وایي دوی د نوي کال خوښي نه ده لمانځلې او نوي کال ته اندېښمن دي ځکه چې وایي په غیرقانوني توګه د لادرکه کولو لړۍ به همداسې روانه وي او کورنیو ته به يې د وژل شویو کسانو جسدونه هم د تېرو وختونو په څېر ورکول کېږي.

د کراچۍ پريس کلب مخې ته د بلوچ لادرکه شوو کسانو د کورنیو غړو د نوي کال په ړومبنۍ ورځ د خپلو خپلوانو د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهره کړې او په رياست يې غږ وکړ چې که د دوی خپل په کوم جرم کې ککړ وي رياست دې یې د خپل جوړ کړي آئين د لاندې عدالتونو ته وړاندې کړي.

د بلوچ ميسينګ پرسنز يا لادرکه شوو کسانږ لپاره غږ په نوم تنظيم مرستيال مشر ماما قادر بلوڅ وي او اې ډيوه ته په خپلو خبرو کې وويل چې د 2021م کال تر اخيرنۍ نېټې پورې د لادرکه شوو بلوڅانو شمېر 52036 ته رسېدلی او داسې نور لادرکه کسان هم چې د دوی په ليسټونو کې لا نه دي شامل کړی شوي په زرګونو دي.

ماما قدیر وایي‌ دا هغه شمېر دی چې د 2000م کال نه تر 2021م کال پورې لادرکه شوي دي. نوموړې وایي د دوی د شمېرو تر مخه 18000 کسان په تېرو 21 کالو کې په غیرقانوني توګه وژل شوي او بيا د هغو وژل شوو جسدونه هم کورنیو ته نه ورکول کيږي. هغه وایي له اوسني حکومته هيڅ تمه نه لري ځکه چې وایي "په پټه حکومت بل څوک چلوي".

ياده مظاهره تېر کال د کراچۍ ښار نه د لادرکه شوي تن عبدالحميد بلوڅ د خوشي کولو لپاره راجوړه کړی شوې وه. د عبدالحميد بلوڅ لور احتجاجي غونډې ته په وينا کې وويل، رياست د مور په څېر وي خو دلته په پاکستان کې بيا دوی مجبوره کوي چې سړکونو ته راووځي او د اوښکو ژړا د لارې خپل پلرونه وروڼه موندلو لپاره مبارزې وکړي:

د لادرکه عبدالحمید بلوڅ لور
د لادرکه عبدالحمید بلوڅ لور

"زموږ د خپلږ خپلوانو د موندلو يا خوشي کولو پر ځای رياست له موږ نه ګيله کوي چې په نړۍ کې پاکستان بدناموو خو مونږ بيا رياست ته وايو چې بله کومه لار به وي چې پرې مونږ خپل خپلوان پیدا کړو".

د لادرکه شوو بلوڅانو دپاره غږ پورته کوونکی او د لادرکه شوي تن ډاکټر دين محمد بلوڅ لور سمي دين بلوڅ هم غونډې ته په وينا کې وويل، له تېرو 13 کالو راهیسې يې پلار لادرکه دی، خو تر اوسه یې دا معلومات تر لاسه نه کړل چې پلار يې ژوندی دی که مړ:

"د نوي کال په راتلو د رياست نه غوښتنه کوو چې زموږ خپل خپلوان دې خوشي کړي او رياست ته وايو چې که چرته بلوڅان خپل نه شمېري بيا دې هم د خپل جوړ قانون مطابق د انساني حقونو پر بنياد په بلوڅ لادرکه کړل شوو کسانو مقدمې درج کړي او په خپلو عدالتونو کې دې پرې وچلوي".

د بلوڅ لادرکه شوو کسانو د کورنیو غړو تېر کال هم وخت په وخت د کراچۍ پريس کلب د وړاندې احتجاجونه کړي او د وختونو نه د خپلو خپلوانو د موندلو غوښتنې کوي او په رياست د قانون نه لرې د لادرکه کولو تورونه لګوي خو بل خوا د پاکستان پوځ وار په وار دغه تورنو رد کړي دي.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره په 2011م کال کې يو کميشن جوړ شوی دی. کمېشن د 2021 م کال په جنورۍ کې په خپل يو رپورټ کې ویلي وو چې تر دې وخته 6,944 لادرکه شوو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړل شوې دي، چې پکې 4,822 هوارې کړل شوې دي.

بل خوا وفاقي حکومت څه موده وړاندې د خلکو د جبري بې درکۍ د مخنيوي لپاره په قامي اسمبلۍ کې يو بِل هم وړاندې کړی دی.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG