لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني کپتان محمدحفيظ نړيوال کرکټ ته په مخه ښه وکړه


د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني کپتان ال راونډر لوبغاړي محمد حفيظ د نړيوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړه.

نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (2جنورۍ) په لاهور کې په خبري غونډه کې د نړيوال کرکټ څخه د استعفا اعلان وکړو خو وې يې ويل، تر څو چې کولی شي (فټ وي) فرنچايزونو کې به لوبیږي او پاکستان سپرليګ کې به د لاهور قلندر په لوبډله کې شامل وي.

هغه وويل په ريټايرډ کېدو ورته هيڅ افسوس نشته، مطمين دی، تل يې د ملک دپاره لوبه کړې او هڅه يې کړې چې غوره لوبه وکړي.

د حفيظ په خبره په 18 کاله وړاندې يې ښه سفر پېل کړی او د خپلو لوبغاړو او کوچز منندويه دی.

نوموړي په کال 2018 کې د ټېسټ يا پينځه ورځني کرکټ څخه استعفا ورکړې وه.

د کرېک انفو وېب پاڼې ترمخه د پنجاب صوبې په سرګودها سيمه کې زېږېدونکی محمد حفيظ چې دا وخت يې عمر د 41 کاله نه سېوا شوی دی، په 2003 کې په لومړي ځل په ټېسټ سيالۍ کې برخه اخستې وه.

هم په 2003 کې يې يو ورځنۍ سيالۍ پېل کړې او په کال 2006 کې يې په شل اووريزو (ټي ټوينټي) سيالیو کې برخه اخستل پېل کړي وو.

هغه په 55 ټېسټ سيالیو کې لوبېدلی، او 3652 رنزونه يې جوړ کړي، نوموړي په 218 يو ورځنو سيالو کې 6614 او په 119 شل اووريزو کې يې 2514 رنزونه جوړ کړي دي.

هغه د بېټنګ سره بالينګ هم کړی، په ټېسټ سياليو کې يې 53، په يو ورځنو کې يې 139 او شل اووريزو سيالیو کې يې 61 وکټې اخستې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG