لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رېحام وايي اسلام اباد کې يې په ګاډي ډزې شوي


د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مخکنۍ ښځې رېحام خان ویلي، تيره شپه يې په اسلام اباد کې په ګا‌‌‌ډي بريد شوی، او بیا د مقدمې دپاره ټوله شپه تېره کړی شوې ده.

رېحام خان وروسته بيا ویلي، مقدمه يا اېف ايي ار يې درج کړی شوی دی.

رېحام خان په ټويټر ويلي، د خپلوانو نه د واده نه د واپسۍ په مهال يې په ګاډي ډزې شوي، دوه کسان چې په موټر سایکل سواره وو ډزې يې کړي په داسې حال کې چې د هغې شخصي سېکتر او ډرايور په ګاډي کې وو، او هغه په خپله په ګاډي کې نه وه، ګاډی يې بدل کړی وو.

رېحام پوښتنه کړې او ويلي يې دي چې، دا د عمران خان نوی پاکستان دی؟ د بزدلانو، ټګانو او لالچیانو پاکستان ته په خېر.

د رېحام دغه ټویټس ته کوم حکومتي چارواکي ځواب نه دی کړی.

هغې بيا په بل ټویټ کې بيا تور لګولی چې، سهار د نهه بجو پورې د اسلام اباد په شمس پولیس سټېشن کې د دغه پېښې مقدمه نه وه درج شوې.

وروسته بيا هغې په خپله د مقدمې کاپي خپره کړې، او د پولیس چارواکو مننه يې کړې ده.

مقدمه يا اېف ايي ار يې د شخصې سېکتر بلال عظمت په مدعيت کې لیکل شوي چې پکې ویل شوي، چې د شپې په 12 نيمې بجې يې ګاډی اسلام اباد پله روان وو، دوه کسان چې په موټر سايکل روان وو، دوه ځله يې د دوی د ګاډي ودرولو هڅه کړې ده.

په مقدمه کې عظمت ويلي، هغه په ډاګه کول غواړي چې دغه ګاډی ټوله ورځ د رېحام سره وو، او د دغه پېښې نه لږه شېبه وړاندې هغې دا ګاډی بدل کړی او ويلي يې دي د هغه د چا سره شخصي دښمني نشته او ګمان يې دا دی چې د هغه د ويرولو د لارې رېحام ته د پېغام ورکولو هڅه شوې او مقصد يې د رېحام ويرول دي.

خو په اېف ايي ار کې د ډزو ذکر نه دی شوی.

د اسلام اباد پولیسو هم په دغه اړه څه نه دي ويلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG