لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا ضد ويکسينو درېم ډوز لګول پېل شوي


په پاکستان کې د کرونا وایرس د څار او انتظام قامي ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر، اېن سي او سي) ويلي، په ملک کې د 30 کالو نه زیات عمر کسان د دې وړ دي چې د کرونا ضد ويکسينو درېم يا بوسټر ډوز ولګوي.

اېن سي او سي ويلي، دا ډوز هغه کسان لګولی شي چا چې شپږ مياشتې وړاندې د ويکسينو دوېم ډوز لګولی وي. ويل شوي دا پرېکړه د کرونا وايرس د اومېکرون ډول د خطر ترمخه شوې ده.

په عېن حال کې په درېمه جنورۍ پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس 708 نوې پېښې مخې ته راغلي او دوه نور کسان ترې مړه شوي هم دي.

په دوېمه جنورۍ په پاکستان کې د کرونا وايرس 594 پېښې مخې ته راغلې او اته کسان ترې مړه شوي وو.

په پاکستان کې چارواکي وايي، په ملک کې د کرونا وايرس د اومېکرون ډول پېښې په چټکتيا سره سېوا کيږي.

د طبي چارو کار پوهه ډاکټر عبدالوهاب وايي، د کرونا وايرس ضد د ويکسينو درېم ډوز لګول ډېر مهم دي، د دې سره د کرونا وايرس ضد په بدن کې قوت مدافعت سېوا کيږي او دا په ځانګړي ډول هغو کسانو ته لګول پکار دي چې عمرونه يې سېوا وي، د زړه، شوګر او يا په ناروغو اخته وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، درېم ډوز بدن ته کوم زيان نه رسوي او خلک کولی شي چې په ډاډه دغه ويکسين ولګوي.

نوموړي وويل، که له دې وړاندې چا چاينه ويکسين لګولي وي هغوی کولی شي چې د موډرنا يا فايزر درېم ډوز ولګوي او دغه شان که چا د موډرنا يا فايزر ويکسين لګولي هغوی د درېم ډوز دپاره د چاينه ويکسين هم لګولی شي.

پاکستان په وروستيو کې ويلي وو چې 70 ملينه خلکو ته يې د ويکسینو دوه ډوزه لګولي دي او د ورځې په حساب نزدې 16لکه خلکو ته ويکسين لګول کيږي.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جګړا ويلي، په صوبه کې د نن (ګل/دوشنبې د ورځې، درېمې جنورۍ) څخه د ويکسینو د درېم ډوز پېل کولی شي.

هغه ويلي، بوسټر د 30 کالو نه د زیات عمر کسانو دپاره دي، او د 50 کاله عمر او طبي عملي دپاره به دا ډوز ويړيا لګولی شي خو چې کوم کسان بهر ملکونو ته ځي او درېم ډوز لګولي د هغو نه به قيمت اخستل کيږي.

جګړا ويلي، د کرونا د نوي ډول اومېکرون نه بچ کېدو دپاره ويکسين لګول ضروري دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د کرونا وبا دپاره وياند ډاکټر محمد اکرام وي او اې ډیوه ته ويلي د کرونا ضد ويکسینو درېم ډوز به په ټولو مرکزونو کې لګول کيږي.

په پاکستان کې د اکتوبر 2021 نه وروسته په لومړي ځل په ملک کې د کرونا وايرس 700 پېښې مخې ته راغلي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 28زره 943 کسان مړه شوي دي. او تراوسه پورې 12 لکه 97زره کسانو نه زیاتو خلکو ته د کرونا وايرس لګېدلي، او 12 لکه 57زره ترې ښه شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG