لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات کې دطالبانو سختو اوامرو کاروباري خلک پرېشانه کړي دي


په افغانستان کې دمېرمنو او سړو د ژوند ژواک په اړه دطالبانو حکومت لخوا وخت په وخت مخې ته راتلونکې سپارښتنې ځایي خلک دبشري حقونو لپاره ستر ګواښ بولي اؤ وایي دې سپارښتنو خلک د سختو ذهني فشارونو سره مخ کړي دي.

په هرات ولايت کې دوکاندارانو ته دطالبانو لخوا دجامو په دوکانو کې دنمایشي مجسمو نه دسرونو لرې کولو امر ځايي خلک سخت اندېښمن کړي او وايي داسې ښکاري چې طالبان يو ځل بیا د خپلې پخوانۍ دورې په څېر سخت قوانين پځائ کول غواړي۔

خو دطالبانو وياند وایي د دوئ حکومت دې ته ژمن دی چې د خلکو حقونه خوندي کړي، او دا چې د جاري شويو احکاماتو مطلب د خلکو څخه حقونه اخستل نه بلکې د ټولنې اصلاح کول دي۔

د افغانستان په هرات ولايت کې دوکاندارانو دطالبانو د تازه اوامرو په اساس دجامو په دوکانو کې د نمایشي مجسمو نه سرونه لرې کول پېل کړي دي۔

دسیمې خلک دطالبانو په دې اقدام اندېښمن دي اؤ وایي داسې برېښي چې طالبانو دخپل تیر حکومت په څېر بیا دسخت دریځۍ لوري ته روان دي .

ځایي خلک اندیښنې ښایي چې که طالبان یو وارې بیا دخپلې پخوانۍ دورې په څېر سخت قوانين پځائ کړي نو له امله به یې د دوئ اساسي او بشري حقونه اغېزمن شي۔

د ياد ولايت په بازارونو او اقتصاد نظر لرونکی يو ځايي کارپوهه دخپل نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو لخوا د سختې رويي او سزاګانو له ويرې دوکاندارانو د طالبانو دحکم په اساس پخپلو دوکانونو کې دلګیدلو نمایشي مجسمو نه سرونه پرېکړي دي۔

هغه وایي دطالبانو ددې امر په وړاندې ځایي دوکاندارانو ډېر غبرګون وښودلو خو سره د غبرګونونو ځينو دوکاندرانو د 20 نه تر 30 فيصدي پورې دغو مجسمو نه سرونه لرې کړل،

دهغه په وینا "اګرچې دوکاندارانو ويل چې دا د دوئ لپاره ډېر توان هم لري او داسې مجسمه هم شته چې مونږ تر 100 ډالرو اخستي دي"

نوموړی وايي دا په اقتصاد ډیر منفي تاثير کوي او سرمايه ګزران امکان لري چې د هرات يا د ځينو نورو ولايتونو څخه لاړ شي او بل کوم هېواد کې سرمايه ګزاري وکړي۔

د ځايي خلکو د وینا ترمخه د طالبانو امر باالمعروف ونهی عن المنکر وزارت تېره اوونۍ امر کړی ؤ چې د جامو نمایش لپاره کارېدونکو مجسمو نه دې دوکاندران سرونه جدا کړي۔

د وزارت مقامي مشر عزيز الرحمان ځايي ميډيا ته ويلي چې دغه مجسمې بتان دي او په اسلام کې د بت پرستۍ هیڅ ګنجايش نشته۔

د ښځو د سفر په هکله دطالبانو ياد وزارت په خپلو احکاماتو کې ويلي چې ټيکسي ډرائیوران د حجاب پرته مېرمنې نه شي وړلی او د 78 کلوميړه نه د زیات سفر کولو په صورت کې د ښځو سره د محرم تګ يې لازم ګرځولی۔

په افغانستان کې مېشت زرمينه احمدزۍ وي او ای ډيوه ته وايي چې د ميرمنو د ژوند ژواک په اړه د طالبانو لخوا وخت په وخت مخې ته راتلونکو اوامرو دوئ د ذهني فشار سره مخ کړي دي.

" څو ورځې وړاندې چې د محرم کومه خبره وه چې ښځې به د محرم سره سفر کوي نو دا يوه داسې خبره ده چې څوک داسې نه شي کولی چې هر وخت کور کې نارينه ولري او هغه د مېرمن سره لاړ شي"

هغه وایي د تیرو څو ورځو په مهال هغه پخپله ددې شاهده ده چې طالبان په ښارونو کې ګرځي او دوکاندرانو ته وايي چې ځينې لباسونه چې تنګ وي يا پکې د دوئ په نظر څه بل عیب وي هغه باید په ښځو خرڅ نه کړل شي.

میرمن احمدزۍ وایي کومو ښځو چې لږ فیشن کړی وي نو طالبان هغوئ په بازارونو کې ودروي اؤ ورته وایي چې باید دغسې ونه ګرځي .

طالبانو له دې وړاندې په افغانستان کې ټيلي ويژن چېنلې ددې پابندې کړې وې چې هغه ډرامې دې نه خپروي چې پکې د ښځو نمايش کيږي او په ټيلي ويژن چېنلو به د خبرونو يا نورو پروګرامونو لپاره ښځې پرده کوي۔

د طالبانو د امرباالمعروف ونهی عن المنکر وزارت د اصلاح او روزنې ریس طالب سرتیرو ته لارښوونه کړې چې خلکو ته د ږيرو پرېښودو او موسیقۍ نه اورېدو سپارښتنې وکړي۔

د طالبانو دتازه احکاماتو په هکله په افغانستان کې د بشري حقونو فعال ميرویس عمرخېل وي او ای ډيوه ته وايي داسې ډول سپارښتنې د خلکو په ژوند منفي تاثير کوي اؤ بايد طالبان ددې په ځائ د خلکو ښه ژوند او د بشري حقونو خوندي کولو لپاره ګامونه واخلي۔

" دا هغه مسايل دي چې نه بايد دوئ په دې ډېر تاکيد وکړي، ځکه که په دې مسايلو ډېر ټنګار او تاکيد کېږي نو دا په دې معنا ده چې طالبانو په خپلو قوانينو کې هیڅ تغيرات نه دي راوستي او دوئ غواړي چې دتېرې واکمنۍ هغه قوانين بيا په خلکو عملي کړي"

هغه زياته کړه چې طالبان بايد د فقر، بې کارۍ، لوږې، دکار روزګار او د بشري حقونو مسايلو ته ډېر متوجې ووسي۔

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي د ښځو د تعليم په برخه کې د هېواد 133 خصوصي پوهنتونونو او د لسو نه زیاتو ولايتونو کې جينکۍ په سکولونو کې زده کړی کوي او د نورو دپاره په ځانګړي مېکانزم جوړولو کار روان دی.

دې وايي د امرباالمعروف و نهي عن المنکر وزارت يوازې د خلکو د اصلاح لپاره وخت په وخت احکامات جاري کوي نه چې د خلکو بشري حقونه اغېزمن کړي۔

" د دعوت او ارشاد د وزارت مسولين هیچاته هم د مشخص لباس اغوستلو سپارښتنه نه کوي او نه هغوئ په دې مجبورولی شي چې تاسو مشخص لباس واچوئ، ولې يو شی شته چې هغه د يو ديني او شرعي امر له مخې څخه دوی غواړئ چې خوېندې په حجاب کې ووسيږي ځکه چې حجاب د اسلامي ټولنې يو مهم اصل دی"

نوموړي زياته کړه په عين زمان کې د ځوانانو د اصلاح لپاره هغه څه چې د جامعې لپاره مهم دي په هغې دپوهاوي لپاره سپارښتنې او دعوت خلکو ته کيږي۔

طالبانو د کابل واک په 15 اګست ترلاسه کولو وروسته په 7م سپتمبر خپله لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده خو د نړۍ هیڅ یو هېواد د طالبانو حکومت لا تر دې دمه په رسميت نه دی پېژندلی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG