لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي تېر کال یې 14 لکه افغان کډوالو ته نویو سمارټ کارډونو ورکولو کمپېن تر سره کړی


واشنګټن ـــ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر د پاکستان حکومت هڅې ستایلې چې وایي په ټول ملک کې یې د شاوخوا 14 لکه رجسټر شویو افغان کډوالو د معلوماتو د تاییدولو او نوي کولو او دوی ته د سمارټ کارډونو ورکولو کمپېین تر سره کړی.

دا لنډمهالی کمپېن د یو این ایچ سي آر په مرسته د 2021م کال د اپرېل پر 15مه پیل شوی او د دسمبر پر 31مه ختم شوی وو. د کډوالو اداره وایي دا په تېرو لسو کلونو کې په پاکستان کې د کډوالو د تایید لومړی تر ټولو پراخ کمپېن وو.

په ټول پاکستان کې د دې کمپېن لپاره 40 مرکزونه پرانیستل شوي وو او له دې سره سره ګرځنده موټر هم وو، چې په لرې پرتو سیمو کې یې د افغان کډوالو د تصدیق بهیر تر سره کړ.

د لومړنیو نتایجو له مخې په دې کمپېن کې- چې د پاکستان حکومت د اسنادو د نوي کولو او معلوماتو تاییدولو عمل بللی- د 1.25 میلینه افغان کډوالو ډېټا نوې او پراخه کړل شوې ده.

د یو این ایچ سي آر د بیان له مخې په دوی کې دوه لکه هغه ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې تر پینځو کلونو کم دي او مخکې له خپلو میندو پلرونو سره رجسټر شوي وو.

په بیان کې راغلي چې تر دې مهاله تر اووه لکه زیاتو کسانو ته نوي سمارټ کارډونه ورکړل شوي دي او پاته نورو کسانو ته به د نوي 2022م کال په لومړیو میاشتو کې ورکړل شي.

دغه سمارټ کارډونه به د 2023م کال د جون تر 30مې نېټې پورې قانوني حیثیت ولري چې بایومېټرک ډېتا لري او د ټیکنالوجۍ له پلوه له هغه سیسټم سره برابر دی چې په پاکستان کې د خلکو د پېژندنې تصدیق پرې کېږي.

یو این ایچ سي آر وایي دغه نوي سمارټ شناختي کارډونه د افغان کډوالو لپاره یوه مهمه وسیله ده چې هغوی سره د علاج، تعلیم او بېنک د کارونو په برخه کې بیړنۍ مرسته کولای شي.

د افغان کډوالو د معلوماتو را غونډول به له هغوی سره مرسته وکړي چې خپلې ځانګړې اړتیاوې او زیانونه په ګوته کړي او د دوی د ټولنیزو اقتصادي حالاتو ډېټا به له دوی سره په هغه صورت کې د منظمې مرستې سبب شي چې که په پاکستان کې اوسېږي یا افغانستان ته ستنېږي.

XS
SM
MD
LG