لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قزاقستان مظاهرې، د وزیراعظم استعفی، امریکا او ملګري ملتونه: چارواکي دې "زغم" وکړي


واشنګټن ـــ په قزاقستان کې تر قهرجنو مظاهرو وروسته چې حکومت هلته بیړنی حالت اعلان کړی، امریکې او ملګرو ملتونو د دې هېواد له چارواکو غوښتي له تشدده د ډکې ناارامۍ د مخنیوي لپاره دې له «زغمه» کار واخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د شورو- چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، امریکا "د امن د غوښتنو" ملاتړ کوي او وایي احتجاج کوونکي باید "د سوله ییزو احتجاج" اجازه ولري.

ملګرو ملتونو هم د قزاقستان له حکومت، سیاسي مشرانو او احتجاج کوونکو غوښتي چې له زغمه کار واخلي، د تشدد مخه ونیسي او شخړه په خبرو حل کړي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفېن ډوجاریک په نیویارک کې خبري غونډې ته وویل:

"موږ د قزاقستان حالات په اندېښنې سره ګورو او څارنه یې کوو. زه فکر کوم په دغو پېښو کې د ټولو ښکېلو اړخونه لپاره دا ډېره ضروري ده چې زغم وکړي، له تشدده لاس واخلي او د اړوندو مسایلو د حل لپاره خبرې پر مخ بوځي".

د قزاقستان حکومت د شورو- چارشنبې په ورځ وروسته له هغه په ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ، چې د تېلو د بیو د زیاتوالي په ضد احتجاجونه په تاوتریخوالي بدل شول او مظاهره چیان سرکاري ودانیو ته ننوتل.

روس تور پورې کړی چې د دغو احتجاجونو تر شا د امریکې لاس دی، خو امریکې دا تور په کلکه رد کړی دی. د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وایي دا په بشپړه توګه "درواغ" او د روس د هغو ناسمو معلوماتو برخه ده چې وايي له څو کلونو یې د امریکې په ضد خپروي.

په قزاقستان کې حکومت په وروستیو کې ګېس او تېل ګران کړل، چې په ضد یې د نوي کال له لومړۍ نېټې د هېواد له لوېدیځې برخې زرګونو خلکو احتجاجونه پیل کړل او دغه احتجاج پرون له پولیسو سره په نښته بدل شو.

له هغه وروسته چارواکو په ټول هېواد کې انټرنیت او موبایل ټیلیفونونه بند کړل او وروسته یې په لوی ښار الماتي، مېنګساو ایالت او پایتخت نورسلطان کې بیړنی حالت اعلان کړ، چې هلته بیا نور احتجاجونه نه دي رپوټ شوي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، له الماتي ښار او نورو سیمو یې بېګا د شپې تر ناوخته پورې تر 200 زیات کسان د ګډوډۍ جوړولو په تور نیولي دي، خو سیاسي څېړونکي د نیول شویو کسانو شمېر زیات یادوي.

وزارت وایي له مظاهره چیانو سره په نښتو کې لږ تر لږه 95 پولیس ټپیان شوي دي، خو پر احتجاج کوونکو د اوښکلن ګېس د غورځولو باوجود تر اوسه د هغوی د ټپي کېدو یا مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف تر پرونیو احتجاجونو وروسته د حکومت استعفا منلې ده. د جنورۍ پر پينځمه په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې ولسمشر توقايف د آیین له 70مې مادې سره سم د حکومت استعفا ومنله.

له فرمان سره سم د وزیراعظم اوسنی لومړی مرستیال علي خان سمایلوف لنډمهالی وزيراعظم ټاکل شوی او وایي د حکومت اوسني غړي به د نوي حکومت تر جوړېدو پورې خپلې چارې پرمخ بیایي.

د منځنۍ اېشیا هېواد قزاقستان د پخواني شوروي اتحاد برخه وو، په دې تر سخت کنټرول لاندې هیواد کې د روانو احتجاجونو له کبله دا له څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې تر ټولو سخته ناارامي ګڼل کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG