لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان په سپريم کورټ کې په لومړي ځل د ښځينه قاضي د ټاکنې منظوري ورکړی شوې


د پاکستان جوډيشل کمېشن په ستره محمکه (سپريم کورټ) د ښځينه قاضي د ټاکنې منظوري ورکړې ده، د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ښځينه قاضي به په ستره محکمه کې قاضي جوړه شي.

چارواکو ويلي، د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (6جنورۍ) د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي په مشرۍ کې د نهه کسيزه جوډېشل کمېشن غونډه شوې چې پکې د ښځينه قاضي 55 کلنې جسټس عايشه ملک په حق کې فېصله شوې ده.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې، په پاکستان کې سياستوالو، مدني فعالانو او قانون پوهانو د عايشه ملک د قاضي نومول کېدو هرکلی کړی دی.

په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې په ټویټر ويلي،

"مونږ د پاکستان سترې محکمې ته د جسټس عایشه ملک د نومول کېدو هرکلی کوو. جسټس ملک چې هارورډ لا سکول څخه خپل L.L.M کړی.هغه به د پاکستان د سترې محکمې په 74 کلن تاریخ کې لومړۍ ښځه شي".

د عايشه ملک نوم تير کال هم مخې ته راغلی چې د سترې محکمې قاضي جوړيږي خو هغه وخت دغه پرېکړه نه وه شوې، او د پاکستانۍ ميډيا ترمخه تېره ورځ په نهه کسيزه ججانو کې پينځه و د هغې په حق کې رايې ورکړې چې هغه دې د سترې محکمې قاضي جوړه شي.

د عايشه ملک په نومول کېدو په کمېشن کې شاملو او د مخالفه وکیلانو اتحاديو نيوکې کړي او ويلي دي هغه (عايشه ملک) په هغو درېو مشرانو قاضيانو کې نه ده شامله، کوم چې د صوبې په هايکورټ کې تر ټولو سينير يا مشران قاضيان دي.

عايشه ملک چې په کال 2012 کې په لاهور هايکورټ کې قاضي ټاکل شوې وه. هغې د امریکې د هارورډ لا سکول او پاکستان او نورو بهرنيو ملکونو کې زده کړې ترلاسه کړي دي.

د قاضي په حېث عايشه ملک د تېر کال 2021 په جنورۍ کې د ښځو د پېغلتوب يا (ورجنټي) د کره والي په اړه تاریخي فېصله اورولې وه.

هغې د ښځو د پېغلتوب د دوه ګوتو معاينې ته سپک عمل ويلی او زیاته کړې يې وه دا هيڅ ساينسي ارزښت نه لري. هغې ويلي دغه کار د متاثره ښځو عزت ته زيان اړوي او دا د ښځو د ژوند او عزت د حقونو ضد عمل دی.

عايشه ملک په دغه فېصله کې مرکزي او صوبايي حکومتونو ته لارښوونه کړې وه چې دا خبره يقیني کړي چې د پېغلتوب د مالومولو د معاينې دپاره د جنسي تيري د اغېزمنو طبي معاينه ونه کړی شي.

دغه لانجمه معاينه د دوه ګوتو د لارې کولی شي او په ګوتو مالومولی شي چې جينۍ ورجن يا کنواره ده که نه ده.

په دغه طريقه معاينه کول د پاکستان نه علاوه په نورو ملکونو کې هم کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG