لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: طالبان افغانستان کې د مېشتو پاکستاني طالبانو په ضد له ګامونو اخیستو ډډه کوي


پېښور ـــ څېړونکي وايي افغان طالبان د داعش نه علاوه د تحريک طالبان پاکستان په ګډون د نورو ځينو وسله والو ډلو پر ضد نه خو عمليات کول غواړي نه يې له هېواده د ويستلو اداره لري ځکه چې طالبان دا ويره لري که دوی خفه شي نو په داعش خراسان کې شاملېدلی شي کوم چې اوس مهال د طالبانو تر ټولو لوی دښمن دی.

دوی وايي که چېرې طالبانو د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو خلاف ګامونه وانه خېستل نو د دوی په ستونځو کې به نوره هم اضافه وشي۔

بلخوا د افغان طالبانو ترجمان وي او اې ډيوه ته ويلي، طالبانو داعش د عملياتو په نتيجه کې ختم کړی او بله داسې کومه وسله واله ډله په افغانستان کې نه شته چې ګاونډي او نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي.

څېړونکي وايي د لا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان مشران او ګڼ شمير غړي د کال 2014 را په دې خوا په افغانستان کې مېشت دي، دوی وايي د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه وسله وال نه په پاکستان کې د عملياتو څخه منع کړل شوي او نه طالبانو د افغانستان نه په وتلو مجبوره کړي.

په دې حقله د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاد او څېړنکار ډا کټر عرفان اشرف وي او اې ډيوه ته وايي په افغانستان کې د طالبانو لپاره تر ټولو لوی ګواښ داعش خراسان ډله ده او طالبان نه غواړي ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې له ځانه خفه کړي او داعش کې شامل شي:

"ټي ټي پي تېرو شلو کالو کې هغوی سره ولاړ وو او د طالبانو اوس هم په هغوی باور دی او کومک به يې ورته پکار وي، دغه شان د داعش په ضد به ورته د ايسټ ترکستان مومنټ او القاعده هم ضرورت وي، وجه دا ده که طالبان د دې ګوندونو خلاف ګامونه پورته کوي نو بيا افغان طالبانو ته به هم دا تشويش ضرور وي چې دا ډلې به بيا داعش سره مېلاوېږي ولې چې په دې وخت د طالبانو د ټولو نه غټه چې کومه مخالفه ډله ده هغه داعش دی".

د ملګرو ملتونو له خوا په جولای کې خپور شوي رپورټ کې ويل شوي چې د 6000 نه سېوا پاکستاني وسله وال- چې ډېری يې د تحريک طالبان پاکستان سره تړاو لري- په افغانستان کې پټ دي.

په اسلام آباد کې د فاټا ریسرچ سنټر مشر منصور مسید وي او اې ډيوه ته وايي د تحريک طالبان پاکستان مشران او غړي په کال 2014 کې اپرېشن ضرب عضب په نتيجه کې افغانستان ته تللي، دی وايي که چېرې افغان طالبانو د تحريک طالبان پاکستان په ګډون د وسله والو ډلو په ضد ګامونه وا نه خیستل نو ستونځې به يې نورې هم سېوا شي:

"چين په ايسټ ترکستان مومنټ کې ډېره دلچسپي اخلي، پاکستان په ټي ټي پي او دا کوم بلوچ چې په افغانستان کې دي چې طالب دوی د دغه ځای نه ختم کړي او دغه شان امريکا القاعده غواړي چې ختمه شي، نو دا ده چې طالبانو ته خو به مشکلات خامخا راځي او لکه چې وګورئ دا څلورنيمې پنځه مياشتې وشوې چې په افغانستان دوی کنټرول کړی دی او تر اوسه پورې دوی څوک هم نه تسليموي".

په دسمبر کې د انګريزي ژبې «دي نيوز اخبار» د خېبر پښتونخوا ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي د مشر د خولې ليکلي وو چې 90 فيصده د ترهګرۍ پېښو منصوبه بندي په افغانستان کې کېږي او بيا واسله والې ډلې په پاکستان کې د پوليو ټيمونه او د سي پېک پروژو تنصيبات په نخښه کوي.

بل خوا په افغانستان کې واکمنو طالبانو وار په وار دا ژمنه تکرار کړې چې د افغانستان خاوره به د بل چا په ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د افغان طالبانو ترجمان بلال کريمي وي او اې ډيوه ته وايي په افغانستان د دوی کنټرول مظبوط دی او دا مهال هېڅ داسې وسله واله ډله په دغه هېواد کې نه شته چې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وګرځي:

"زمونږ په هېواد کې هیڅ داسې کومه ډله نه شته چې د ګاونډي او نورو هېوادونو پر ضد فعاليتونه تنظيم کړي او ګواښ دې متوجې کړي، اسلامي امارت په خپله خاوره کنټرول لري، دا راپورونه زه نه تاييدوم".

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه علاقو کې شتون لري.

د اګست په 17 مه شېخ رشيد ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې دي او دوی هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان په ضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاسوهنه نه کوي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG