لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې لومړۍ پیښې یوه ښځه ژوبله کړې


ډېره اسماعیل خان ـــ په جنوبي وزيرستان کې يوې بلې ماين چاودنې یو ښځه ژوبله کړې ده، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان پوځ وايي په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

د سیمې پولیس وايي دا پېښه پرون د زیارت- پنجشنبې په ورځ د سراروغه تحصيل په شمیري کلي کې شوې ده او د اواز خان نومي تن ځوانه ښځه پکې ټپې شوې ده.

د ښځې کورنۍ وايي په سیمه کې د هسپتال او ایمبولینس د نشتوالي په وجه په شخصي ټیکسي موټر کې د ډېره اسماعیل خان روغتون ته وړل شوې ده.

د روغتون سرچینې وايي حالت یې د خطرې نه بهر دی خو په لاسونو، سینه او په مخ یې زخمونه راغلي او د یو لاس ګوتې یې پرې شوې دي.

دغې ښځې په روغتون کې وي او اې ډیوه ته ویلي ماشومانو کور ته د لوبو غوندې یو شی ور وړی وو او له لاس ور لګولو سره وچاودېد.

په جنوبي وزیرستان کې د تېرې اوږدې مودې راهیسې د ماین چاودنو پېښې کیږي او ځایي خلک وايي په سلګونو خلک یې مړه کړي او معذوره کړي دي.

په جنوبي وزیرستان کې په مځکنيو ماینونو معذوره شويو کسانو د تېر کال په ستمبر میاشت کې احتحاجي پرلت کړی وو او د اکتوبر په لومړۍ نیټه دغه له 25 ورځو راهیسې روان احتجاج وروسته له هغې وځنډول شو چې انتظامیې د دوی د غوښتنو منلو ډاډ د یوې جرګې د لارې ورکړ.

هغه وخت انتظامیې هم تایید کړې وه چې د دوی غوښتنې جایزې دي او په دې اړوند اعلی حکومتونو ته سپارښتنې لېږل شوې او په راتلونکو درو ورځو کې به د ماینونو په پاکولو کار پیل کړی شي.

په احتجاجي پرلت ناستو کسانو څلور غوښتنې کولې. یوه دا چې په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه دا چې د کومو کسانو د څارویو تاوان شوی هغه تاوان دې ورکړی شي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د توندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي یواځې د جنوبي وزیرستان په دوه سب ډویژنونو «لده» او «سرویکۍ» کې د 2016 نه را په دې خوا د 300 نه زیات کسان د مځکنیو ماینونو چاودنو ښکار شوي چې پکې زیات شمېر د ښځو او ماشومانو دی او د خلکو زیات شمېر څاروي او ځنګلي ځناور هم پکې مړه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي. وایي تر اوسه د دوی دې غوښتنې ته پاملرنه نه ده شوې.

خو د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د شورو- چهارشنبې په ورځ خبري غونډې ته ویلي، په 2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG