واشنګټن ـــ د نژدې یوې اونۍ اړي ګړي او له تشدده ډکو مظاهرو وروسته د قازقستان صدر قاسیم جومرات توکیوف نن د جمعې په ورځ په قامي ټیلیویژن چینل د وینا په وخت ویلي، په هیواد کې د حکومت پرضد روانو مظاهرو ختمولو په خاطر یې امنیتي چاراکو ته امر کړی چې بې د خبردارۍ دې مظاهرچیان په ډزو ووژني.
صدر په خپله وینا کې ویلي چې د مظاهرچیانو سره خبرې اترې کول کم عقلي وه او نوموړي دغه مظاهرچیان مجرمان او قاتلان بللي. د قزاقستان صدر ویلي د روس امنیت ساتونکي د هغه په بلنه په عارضي توګه د امنیت ټینګولو لپاره هیواد ته رابلل شوي.
د دغه وینا وړاندې د صدر لخوا په یو بیان کې د اساسي قانون د بیرته پر ځای کولو امر شوی دی. بیان کې ویل شوي ٫٫ځايي امنیتي چارواکو د هیواد کنټرول ترلاسه کړی، خو اوس هم ترهګر وسلې کاروي او ولسي جایدادونه یا ودانۍ تباه کوي. نو ځکه د ترهګرو د بېخه ختمولو پورې به د ترهګرۍ پرضد روان عملیات روان وي.٫٫
د راېټرز خبري ادارې تر مخه دغه بیان په داسې مهال جاري شوی چې نن د جمعې په ورځ هم د دغه هیواد په لوی ښار الماتي کې ډزې اورېدل شوې دي.
د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت بیا نن د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې وسله وال مجرمان د منځه وړل شوي او تر 300 پورې پکې نیول شوي دي. دغه وزارت وړاندې ویلي چې په دې تازه مظاهرو کې تر 18 پورې پولیس او امنیت ساتونکي وژل شوي.
په قزاقستان کې دغه مظاهرې یوه اوونۍ وړاندې د هیواد په غربي سیمو کې وروسته د هغې شورو شوې ه چې حکومت د تېلو قیمتونه یو په دوه زیات کړل، خو دغه مظاهرې په ګرد هیواد کې د خوریدو وروسته سیاسي مبصرین ګڼي دغه مظاهرې په هیواد کې خور لوی تقسیم ښيي کوم چې په کال 1991م کې د ازادۍ ترلاسه کولو او د امریت پیلېدو وروسته پیدا شوی.
د روس خبري اېجنسۍ تاس تېره ورځ ناوخته ویلي چې د هیواد لوی چوک د مظاهرچیانو نه پاک کړی شوی خو لا هم پرله پسې ډزې اوریدل کیږي. راېټرز خبري ادارې او اسوسيېټیډ پرېس هم د ډزو پېښې تایید کړې.
د صدارتي ماڼۍ خوا کې اوسېدوکي د سکول یو استاد سمال اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي ٫٫زه نه یم خبر چې زمونږ خلک به دومره په ویره کې وي.٬٬
په مطبوعاتو کې خورو شوو ځینو ویډیو ګانو کې ښودل شوي چې امنیتي عسکر-چې ځینې یې په پوځي ګاډو کې سپاره دي- په یو لوی چوک د مظاهرچیانو په ګڼه ناتاره ډزې کوي. د مظاهرچیانو د یوې ډلې یو غړي ازادي رېډیو ته ویلي، په دغه چوک کې مظاهره کوونکي زیاتره خلک بې وسلې وو.
د قراقستان پولیسو هم یوه ورځ وړاندې د 2000 زرو پورې د مظاهرچیانو د نیولو او په درځنونو نورو د وژل کېدو پخلی کړی وو. د دغه مظاهرو په مهال د ګن شمېر پولیسو د وژل کېدو خبرونه هم مخې ته راغلي چې پکې د یو په اړه ویل شوي چې سر ترې پرې شوی.
د زیارت- پنجشنبې په ورځ د پولیسو او امنیتي عسکرو لخوا د مظاهرچیانو پرضد دغه تشدد وروسته د هغې زیات شوی چې یوه ورځ وړاندې د هیواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرچیان په سرکاري ودانیو ورننوتلي او ورته یې اورنه پورې کړي.
د قراقستان حالات د امنیتي عسکرو د لاسو د وتلو وروسته د هیواد صدر قاسیم جومرات توکیوف د روس نه د یو امنیتي معاهدې لاندې د پوځي مرستو غوښتنه کړې. د دغې معاهدې لاندې د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر غړي هیوادونه د روس نه په داسې حالاتو کې مرسته غوښتلی شي.
تېره ورځ قزاقستان ته د روس امنیتي عسکرو د رسېدو وروسته امریکا خبرداری ورکړی چې روس دې د قزاقستان ادارې نه کنټرول کوي. د امریکا د خارجه دفتر ویاند نېډ پراېس خبریالانو ته ویلي:
٫٫ امریکا او په حقیقت کې نوره نړۍ به په قزاقستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته هم ګوری.٬٬ نوموړي زیاته کړې ٫٫ مونږ تمه لرو چې د قزاقستان حکومت به ډیر زر د دې جوګه شي چې اقتصادي او سیاسي ستونځې حل کړي.٫٫ نوموړي ویلي امریکا د مرکزي اېشیا ددغه هیواد ملګری هیواد دی.
د امریکا خارجه دفتر پخپل بیان کې ویلي تېره ورځ د خارجه چارو وزیر اینټني بلېنکن د قزاقستان خارجه وزیر سره په روانو حالاتو او بیړني حالاتو خبرې کړي. د بیان تر مخه ښاغلي بلنکن دغه ژمنه تکرار کړې چې امریکا د قزاقستان د اییني ادارو د ازادۍ، د مطبوعاتو د ازادۍ او د روانو لانجو په پرامنه لارو حل کولو لپاره پوره مرستو ته تیار دی.