لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امیر خان متقي د 26 کسیز پلاوي په مشرۍ د ایران په بلنه تهران ته تللی


واشنګټن ـــ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د خپلې کابینې د نورو وزیرانو په ګډون د اعلی پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه تهران ته تللی دی. متقي وایي له ایران سره به د کډوالو پر ستونځو، دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وایي له امیر خان متقي سره په دې سفر کې ټول 26 کسان ملګري دي چې وایي په هغوی کې د طالبانو د کابینې د اقتصاد او سوداګرۍ وزيران هم شامل دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې دغه پلاوی به له ايراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي. ښاغلي بلخي لیکلي:

"په دې سفر کې به د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د مهاجرینو اړوند مسایلو خبري کیږي چې وړاندې پرې د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې د تلونکي هیئت د امادګۍ غونډه وشوه او مهم مسائل تر څېړنو وروسته په اجنډا کې ونیول شول".

ايران هم د خپل بل ګاونډي پاکستان غوندې په وروستيو کې په پرله پسې ډول په افغانستان کې د ټولګډ حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ایران ته تر روانېدو مخکې په کابل هوایي ډګر کې رسنیو ته په خبرو کې هیله ښوولې چې سفر به یې ګټور وي:

"کوشش کوو چې له ایران سره په تجارتي، اقتصادي او سیاسي برخه کې تفاهمات او خبرې ولرو، امید شته چې دا سفر به مو له لاسته راوړنو ډک وي".

د طالبانو د حکومت پلاوی په داسې وخت کې د ایران په بلنه هغه هېواد ته تللی، چې د رپوټونو له مخې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې واورو او بارانونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي او د نورو واورو او بارانونو اټکل هم شوی دی.

د طالبانو په کابینه کې د تجارت او صنعت وزیر نورالدین عزیزي هم د ایران په سفر تللي پلاوي کې شامل دی. عزیزي طلوع نیوز ته ویلي له ایراني چارواکو سره به افغانستان ته د تېلو او ګېسو پر واردولو یا درآمد کولو هم خبرې کوي او په دې برخه کې به ورسره تړونونه هم کوي.

پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته له پاکستانه وروسته د طالبانو دا لومړی رسمي سفر دی چې خپل بل څنګلوري هېواد ایران ته یې کوي، خو د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي د تېر کال په نومبر میاشت کې کابل ته سفر کړی وو او د طالبانو د رئیس الوزرا یا وزیراعظم په ګډون یې له نورو طالب چارواکو سره هم لیدلي وو.

د طالبانو په وینا د ایراني استازي د سفر په مهال دواړه اړخونه تر خپل منځ د اقتصادي، سیاسي او د کډوالو د ستونځو په برخه کې د همکاریو لپاره د تکنیکي ډلو پر جوړولو سلا شوي‌ وو.

د طالبانو پلاوي په داسې وخت کې ایران ته سفر کړی چې د تېر کال د دسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه په نيمروز کې د طالبانو او ايراني سرحدي عسکرو تر منځ نښته شوې وه، خو بیا ایران او طالبانو ويلي وو چې پېښه د ناسم پوهاوي له کبله شوې ده.

پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې تر بل هر هېواد زیات افغان کډوال پکې مېشت دي او دوی تل د زیاتو ستونځو شکایت کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر د شمېر له مخې د تېر کال په لومړیو کې په ایران کې د پاته افغان کډوالو شمېر شاوخوا درې نیم میلینه وو، چې زیات یې رجسټر نه دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په وروستیو کې ویلي وو، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم شاوخوا درې لکه افغان کډوال ایران ته اوښتي دي، خو په وروستیو کې ایراني چارواکو په زرګونه کسان بیرته په زوره خپل هېواد ته شړلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG