لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که طالبان پوهنتونونه نه خلاصوي نو دانلاين زده کړو تابيا دې وکړي،دمحصيلينو غوښتنه


په افغانستان کې د دولتي پوهنتونو زده کوونکي وايي د اګست د15مې نېټې راپدېخوا يې پوهنتونونه تړل شوي او ويره يې څرګنده کړې که چيرې په راروانو ورځو کې د درسونو لپاره ادارې خلاصې نه کړل شوې نو تعليمي کال به يې ضايع شي۔

زده کوونکي د طالبانو حکومت څخه غوښتنه کوي که په لنډو ورځو کې ادارې پرانستل ممکن نه وي نو بيا دې دوی لپاره په انلاين يا د انټرنټ د لارې د زده کړو او امتحانونو اخېستلو زمينه برابره کړل شي۔

بلخوا د افغان طالبانو وياند وي او ای ډيوه ته ويلي چې د لوړو زدکړو وزارت د پوهنتونو خلاصولو لپاره زمينه سازي کوي او چې حالت نارمل شي نو په دولتي پوهنتونو کې به هم د زده کړو عمل پېل کړل شي۔

په افغانستان کې زده کوونکي وايي ړومبى يې پوهنتونونه د کرونا وبا خورېدو له امله بند وو او اوس د طالبانو حکومت لخوا د ټول هېواد په کچه دولتي پوهنتونونه تړل شوي دي چې له وجې يې د دوی قيمتي وخت ضايع کېږي۔

په دې حقله وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د زده کوونکي اميد حېران وېنا وه۔

" له بده بخته په ټول افغانستان کې دولتي پوهنتونونه وتړل شول تر څو چې نوی حکومت ورته کړن لاره برابره کړي نو د هغې وجې زمونږ وخت هم ضايع شو او وظيفوي چې کومه مشغولتيا مو لرله هغه مو هم د لاسه ورکړه"

دهغه په وينا "مونږه دلته اقتصادي زيان سره هم مخ شو ځکه چې دلته مو لګښت کړى ٶخو درسونه مو په وخت پېل نه شول، تعليم زمونږه بنيادي حق دی او بايد دې لپاره دغه کړن لاره زر تر زره نهايي کړل شي"

د کابل پوهنتون د انتظاميي نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د ياد پوهنتون د سلو نه سېوا مختلفو څانګو کې 17،000 زده کوونکي داخل دي چې پکې 40 سلنه ښځينه زده کوونکې هم شامل دي۔

د هېواد دنورو پوهنتونونو په اړه مالوماتو ترلاسه کولو لپاره وي او اى ډيوه د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت سره د تماس نيولوکوشش وکړو خو دغه کوشش بريالي نه شو۔

د کابل پوهنتون د صحافت څانګې د وروستي کال زده کوونکې زرغونه يوسفزۍ وي او ای ډيوه ته وايي درسونه يې پاٸ ته نزدې وٶ چې پوهنتون د طالبانو لخوا وتړل شوـ

نوموړې وايي د زده کوونکو قيمتي وخت خوندي کولو لپاره بايد زر تر زره درسونه دوباره پېل کړل شي۔

" زمونږه دغه ډګري د څلورو کالو ده نو بايد چې زمونږه دغه کال ضايع نه شي ځکه تعليمي کال په ختمېدو دی، که دوٸ فيزيکلي مونږ سره کوم مشکل لري يعنې چې نه غواړي چې مونږ په جسماني توګه حاضر شو يا ورسره په مېکېنزم نه دي جوړ نو تېر کال د کرونا وجې نه هم زمونږ درسونه دې مودې د پاره ځنډېدلي وٶ نو بيا د تحصيلاتو رهبرۍ يو انلاين سسټم ورته جوړ کړو او مونږ په هغه موده کې بيا ډېر درسونه انلاين لوستي وو نو دوی کولی شي چې زمونږ کلاسونه او بيا امتحان هم په انلاين بڼه واخلي او مونږه فارغ شو"

د افغان طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي چې د هېواد 133 خصوصي پوهنتونونو کې تعليمي سلسله دوام لري او دولتي پوهنتونونه به هم د متعلقه وزارت لخوا دجامع پلان تشکيلېدو وروسته پرانستلی شي۔

" چې کله اسلامي امارت راغلو نو يو تحول ٶ او موضوعاتو ته بيا کتنه وه، ولې کله چې مسولين ورته د يو چوکاټ دننه طرزالعمل تياروي ولې په هرصورت د عالی تحصيلاتو مصولين دې ته زياته ترجيح ورکوي چې زر تر زره حالات نارمل شي او هېڅ ستونزه نه وي په مورد باندې"

افغان طالبانو په 15م اګست د کابل واک ترلاسه کړې، د ميډيا راپورونو او ځايي سرچيونو ترمخه د طالبانو حکومت د 18 ستمبر نه د منځنۍ درجې هلکانو ته سکولونو ته د ورتګ اجازه ورکړې خو د يادي درجې جينکۍ يې سکولونو ته د ورتلو څخه منع کړي دي۔ سرچينې وايي د څه کم 5 مياشتو ترېدو وروسته د هېواد په کچه دولتي پوهنتونو کې هم د تدريس عمل نه دې شروع کړل شوی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG