امریکې د نهې/ سه شنبې په ورځ د افغانستان دپاره د 308 ملینه ډالرو نوې مرستې اعلان کړي دي. امریکې دغه اعلان په داسې وخت کې کړی چې ملګرو ملتونو د افغانستان د خلکو دپاره د مرستو غږ کړی او خبرداری يې ورکړی چې د دغه هېواد نيمايي خلک د سختې لوږې سره مخ دي.
د امریکې د ملي امنيت د شورا وياند ايملي هورن ویلي، دغه مرستې به د امريکا د نړيوالې پرمختيا اداره د ازادو بشري مرستندويه ادارو د لارې ورکوي.
د امریکې د نړيوالې پرمختيا ادارې (يو اېس اېډ) په 11 جنورۍ ویلي، چې د افغانستان دپاره اعلان شوې مرستې به په خوراکي توکيو، د صحت په مرکزونو او نورو اسانتياو مصرف کولی شي، او هڅه به کولی شي چې امدادي کار کوونکي لرو پرتو علاقو ته ورسي.
ویل شوي دا پېسې به په هغو پروګرامونو کې مصرف کولی شي کوم چې خلک د يخ نه د بچ کولو د سامانونو برابرتيا کوي.
يواېس اېډ ویلي، امریکا د افغانستان د خلکو د مرستو دپاره ژمنه ده. خو ويل شوي د دغو مرستو رسولو دپاره اړينه ده چې امدادي کار کوونکو او په ځانګړي ډول ښځينه کار کوونکو ته په ازاده او خوندي توګه د کار کولو اجازه ترلاسه شي چې هغوی ښځو او جينکو ته بې د څه خنډه ورسي.
امریکې په طالبانو ټینګار کړی چې بشري مرستندويو ته په امدادي کارونو کې خنډان جوړ نه کړي، خوندي يې کړي چې اړينو خلکو ته ورسي او ټولو امدادي کار کوونکو ته د سفر ازادي ورکړي.
امريکې د خپلو مرستو د اعلان سره په نورو هېوادونو هم غږ کړی چې د افغانستان د خلکو سره د خپلې برخې مرستې وکړي.
په افغانستان کې بشري وضعيت وروسته له هغې خراب شوي چې امریکا او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه وتلي، طالبانو واک په لاس کې اخستی او د افغانستان مرستې او بهرنۍ شتمنۍ تړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنيتي شورا (سلامتي کونسل) د تير کال دسمبر په وروستیو کې یو قرارداد منظور کړی وو، چې پکې ځينې مرستو ته د امریکا لخوا د طالبانو د ځينو کسانو پرضد د بندېزونو څخه استثنا ورکړی شوې وه، د دغه قرارداد هدف د افغان ولس داسې مرستې کول دي چې طالبانو ته ترې کومې ګټې ونه رسي.