لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو له روسه غوښتي د یوکرېن پولې ته څېرمه کړکېچ دې ختم کړي


واشنګټن ـــ امریکې او نېټو متحدینو یې په یوه خوله له روسه په ټینګار غوښتي د یوکرېن پولې ته څېرمه کړکېچ او ناارامي دې ختمه کړي او د وسلو د مخنیوي په ګډون پر نورو مسایلو دې ورسره خبرو ته دوام ورکړي. خو روس دا خبره رد کړې چې ګواکې د یوکرېن له پولې سره پوځونه یې امریکا او نېټو ته کوم ګواښ دی.

د روس او نېټو چارواکو پرون د بلجیم په مرکز برسلز کې سره ولیدل چې مقصد یې د یوکرېن پولې ته څېرمه د کړکېچنو حالاتو پر مخنیوي خبرې کول وو. امریکا وایي نېټو متحدینو یې د روس استازو ته یو لړ نظرونه وړاندې کړي، چې د خطر د کمولو، د شفافیت، خبرو اترو او د وسلو د مخنیوي لپاره دوه اړخیز ګامونه واخلي.

له روسي چارواکو سره په دې ناسته کې د امریکې د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن کوله، هغه وایي د نېټو او روس ناسته ماسکو ته یو «معتدل چېلنج» دی چې د یوکرېن له پولې سره کړکېچ ختم کړي او د مخلصانه خبرو د دوام لپاره د ډیپلومېسۍ لاره خپله کړي. مېرمن وینډي شرمن وایي:

"امریکې او زموږ نېټو متحدینو دا غوڅه خبره ورته وکړه: 'موږ به د نېټو د خلاس ور د پالیسۍ دروازه بنده نه کړو'، هغه پالیسي چې د دفاعي اتحاد په توګه تل د نېټو متحدینو مرکزي تګلاره اوسېدلې. نېټو د دې لپاره جوړه ده چې خپل غړي هېوادونه وژغوري، نېټو هیڅکله د زور، جبر او بغاوت له لارې نه ده پراخه سوې".

د روس او نېټو د چارواکو تر منځ پرونۍ غونډې نیژدې څلور ګنټې دوام کړی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وایي، روسي چارواکو د دوی دا خبره ښه په زوره او صفا واورېده، چې که روس د یوکرېن پر پوله یو لک پوځ ساتلی وي او پوځي تمرینونه کوي نو بیا به ورسره په ډیپلومېسۍ خبرې کول ګران کار وي.

د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ وایي، ده هم روسي چارواکو ته د نورو ناستو وړاندیز وکړ، خو وایي هغوی په دې اړه د جواب لپاره وخت وغوښت. سټولټنبرګ وایي نېټو متحدین له روسه سره خبرو ته تیار دي خو پر خپلو بنیادي اصولو او په یورپ کې پر خپلې واکمنۍ او مځکنۍ بشپړتیا به جوړجاړی ونه کړي:

"دا اسانه بحث نه وو، خو دغه ناسته ډېره زیاته د ارزښت وړ وه. موږ د یوکرېن د داخلي او شاوخوا حالاتو او پر یورپي هېوادونو باندې د هغو د اغېزو په اړه ډېرې سنجیده او مخامخ خبرې لرو".

د نېټو مشر وایي روسي چارواکو ورته نن هغه وړاندیزونه هم را مخې ته کړل چې په دسمبر میاشت کې یې چاپ کړي او خپلې امنیتي اندېښنې یې پکې وړاندې کړې وې، وایي په هغوی کې یوه دا وه چې نېټو دې پخپل اتحاد کې نوي غړي نه شاملوي، چې په هغوی کې یوکرېن، جورجیا او فینلېنډ شامل دي.

بل لور ته د یوکرېن ولسمشر ولادیمیر زلانسکي د دې بحران د ختمولو لپاره د یوې بلې نړیوالې سرمشریزې وړاندیز کړی دی. ښاغلي زلانسکي د نهې- سه شنبې په ورځ له یورپي سفارتکارانو سره تر لیدو وروسته په یو بیان کې ویلي:

"همدا وخت دی چې د شخړې د ختمېدا لپاره پر بنیادي لاره سره سلا شو او موږ تیار یو چې د څلورو هېوادونو د مشرانو په نوې ناسته کې د اړتیا وړ پرېکړې وکړو".

بل لور ته روس دا خبره رد کړې ده چې ګواکې د یوکرېن له پولې سره پوځونه یې په نېټو کې شاملو یورپي هېوادونو ته کوم ګواښ دی، خو د یوکرېن پر پوله د روسي پوځ ګومارنې واشنګټن مجبوره کړی چې ماسکو ورسره د هر ډول پوځي شخړې اندېښنې ختمې کړي.

له 2019م کال راهیسې پرون لومړی ځل وو چې نېټو او روسي چارواکي خبرو ته سره کښېنستل. نېټو او روس په 2014م کال کې تر خپل منځ عملي همکاري هغه وخت پرېښووه چې روس د یوکرېن کریمیا سیمه را جلا کړه او د ځان برخه یې کړه.

د امریکې د ډیموکرېټ ګوند د کانګرس استازو پرون پر روس باندې د پراخو بندیزونو لګولو یو قرارداد هم وړاندې کړی چې وایي د روس د نورو تېریو مخه ونیول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG