لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اچ ار ډبلیو: په واک د طالبانو له قبضې سره د بشري حقونو او انساني بحران زیات شوی


واشنګټن - د بشري حقونو د څار ډله وايي، په افغانستان کې د طالبانو لخوا د واک له اخېستلو سره د بشري حقونو ناورین او انساني بحران زیات شوی دی او د افغان ښځو او جونو بنیادي‌ حقونه تر برید لاندې دي.

دوی وايي، طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته د ښځو حقونه او د مطبوعاتو ازادۍ محدودې کړي دي.

اچ ار ډبلیو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په خپل یو نوي راپور کې ویلي، دوی زمونږ ملاتړ او همکارۍ ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري او ښځو او جونو سره باید د خوراکي توکو، روغتیا، تعلیم او د هغوی د ژغورلو په برخه کې مرستې زیاتې شي.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د افغان مېرمنو په اړه د اچ ار ډبلیو دغه راپور رد کړی دی.

اچ ار ډبلیو لیکلي، په اګسټ کې له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو سره طالبانو ټول هېواد کنټرول کړ.

د ګډوډۍ او تاوتریخوالي له امله له ګواښ سره مخ ګڼ افغانان د کابل د هوايي ډګر له لیارې له هېواده ووتل خو د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته په ډېر کم شمېر افغانانو ته له هېواد څخه د وتلو اجازه ورکړل شوې.

راپور وایي، وسلوالو طالبانو په ګڼو ولایتونو کې د غچ اخېستلو بریدونه کړي چې په هغو کې د پخوانيو چارواکو او امنیتي کسانو وژل هم شامل دي.

دغه راز راپور وایي،‌ طالبانو د خبریالانو، فعالانو، د بشري حقونو دفاع کونکو په کورونو باندې هم بریدونه کړي.

همدارنګه طالبانو په ګڼو ښارونو کې د لاریونونو د ماتولو پرضد له زور څخه کار اخیستی.

طالب چارواکو په زیاته اندازه د ښځو او جونو حقونه محدود کړي لکه په هغو سیمو کې چې مخکې یې تر واک لاندې وې.

د اچ ار ډبلیو په راپور کې راغلي، طالب چارواکو په ملکي ادارو کې ټولې ښځې د رهبرۍ له دندو لېرې کړي، یواځې هلکانو ته یې تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړې او د جونو او هلکانو پر ګډ تعلیم یې بندیز لګولی چې په پایله کې به یې زیاتې جونې له زده کړو څخه بې برخې پاتې شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې اوس مهال ټول خلک خپلو حقونو ته لاسرسی لري:

کریمي دغه راپور کې د ښځو د کار او نجونو د تعلیم د اشارې په اړه وویل چې هڅه کېږي تر راتلونکي څه مودې د ټولو نورو کورني حقونو تر څنګ دوی ته د تعلیم زمینه هم برابره شي.

د اچ ار ډبلیو راپور وړاندې لیکي، د اګسټ په اوږدو کې د طالبانو او داعش په هدفي بریدونو او د امریکا او د تېر حکومت په هوايي بمباریو کې په زرګونو ملکي افغانان وژل شوي دي.

همدارنګه د جګړو او وچکالیو له امله په زیات شمېر کسان بې ځایه شوي دي او بشري هلې ځلې یې له کړکېچ سره مخ کړي دي.

د اچ ار ډبلیو په راپور کې دا هم راغلي دي چې د افغانستان د روغتیا او تعلیم سیستم بشپړ سقوط ته نېږدې شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG