په کوټه کې د ډاکټرانو د احتجاجي مظاهرې په مهال نيول شوي ډاکټران خوشي کړی شوي خو ډاکټران وايي، احتجاج يې روان دی او څو پورې يې چې غوښتنې نه وي منل شوي احتجاج به يې روان وي.
د بلوچستان حکومت وايي ډاکټران تنخاګانې سېوا کېدل غواړي او صوبه دومره شتمنۍ نه لري، نورې غوښتنې يې منلي دي. بل لور ته بيا عام خلک وايي د ډاکټرانو د احتجاج څخه تر ټولو زيات دوی اغېزمن کيږي.
په کوټه کې په احتجاج سر د ځوان ډاکټرانو د اتحاديې (وايي ډي اې) مرستيال صوبايي مشر ډاکټر طاهر موسی خېل وايي، دوی د درېو مياشتو راهسې په احتجاج سر دي، او ولسي غوښتنې کوي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دوی په روغتونونو کې د سي ټي سکېن، اېم ار ايي او انجيوګرافي د مشينانو د غوښتنې سره بنیادي اسانتياوې غواړي.
هغه تور ولګوو د بلوچستان حکومت د کوټې سېول روغتون او نور سرکاري هسپتالونه پرايوېټ يا شخصي کول غواړي، دوی د دغه کار خلاف دي، ځکه چې دا صوبه غريبه ده، خلک يې غريب دي، خلک بيا به د غريبۍ د لاسه د دوايۍ اخستو جوګه پاتې نه شي.
د نوموړي په وېنا د دوی سره وخت په وخت حکومت مذاکرات کړي د دوی سره ژمنې کیږي خو عملي کيږي نه.
هغه وویل په 12 جنورۍ چې کوم ډاکټران د احتجاجي مظاهرې په مهال نیول شوي هغوی خوشي کړی شوي او ډاکټرانو بيا د حکومتي وزیرانو سره په مذاکراتو کې په روغتونونو کې بېړني خدمات بيرته په ځای کړي او دغه کار يې د خلکو د اسانتیا دپاره کړی دی.
خو بل لور ته بيا د صوبې د صحت وزیر احسان شاه ویلي وو، چې د ډاکټرانو ټولې غوښتنې منل شوي خو ډاکټران د تنخاګانو سېوا کولو غوښتنې کوي، د کومې غوښتنې چې صوبه وسايل يا شتمنۍ نه لري.
هغه وويل د ډاکټرانو د تنخاګانو سېوا کولو سره په خزانه د اووه اربه روپو بوج سېوا کيږي، هغه ويلي وو وزيراعلا د ډاکټرانو سره د خبرو دپاره کميټي جوړه کړې او د ډاکټرانو سره يې خبرې روانې دي، حکومت سنجيده دی چې د ډاکټرانو سره خبرې وکړي خو دوی نه دي پوهه چې ډاکټران د تنخاګانو اخستو باوجود احتجاجونه او کاربنديزونه کوي.
خو ډاکټر طاهر موسی خېل وايي پرون د زيارت په ورځ يې بيا د حکومتي کمېټۍ سره خبرې شوي خو تور لګوي چې هغه حکومتي کميټي سنجيده نه وه.
هغه وويل د دوی بنيادي غوښتنه تنخا سېوا کول نه دي بلکې د دوی بنيادي غوښتنه دا ده چې روغتونونه دې پرايوېټ نه کړی شي او هغه پاليسي چې په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې راوستل شوې هغه په بلوچستان کې په ځای نه کړی شي.
بل لور ته بيا عام خلک وايي، دوی د ډاکټرانو د دغه غوښتنو تاييد کوي چې په روغتونونو کې اسانتياوې نشته، خو د دوی د احتجاج څخه عام هغه خلک چې په سرکاري روغتونونو کې علاج کوي، تر ټولو زیات ترې هغوي اغېزمن شوي دي.
حکومت وايي د ډاکټرانو سره يې مذاکرات روان دي، ډاکټران وايي د غوښتنو منلو پورې به یې احتجاج روان وي او عام خلک شکايت کوي چې په دغو حالاتو کې تر ټولو زیات عام خلک اغېزمن کیږي.