لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو له نړۍ غوښتي د افغانستان حالاتو ته دې پام وکړي، طالبانو یې هرکلی کړی


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل انتونیو ګوتېریش وایي د نړیوالې ټولنې له خوا د نورو کوټليو ګامونو اخستو بغیر په افغانستان کې هر سړی، مېرمن او ماشوم د سخت فقر یا غربت سره مخ کېدی شي.

د ملګرو ملتونو په سردفتر یا هېډ کوارټر کې د خبریالانو سره د خبرو اترو په وخت نوموړي زیاته کړې ٫٫په ګرد افغانستان کې د کار روزګار وسیلې ختمې شوي او د افغانستان د نیمایي نه زیاته ابادي په امدادي مرستو ژوند کوي‌٬٬.

ښاغلي ګوتېریش ویلي چې افغانستان کې حالات دومره خراب شوي چې ځینې میندې او پلرونه په ماشومانو خرڅولو مجبوره شوي چې خپلو پاتې ماشومانو له خوراک ترلاسه کړي او د صحت مرکزونه د خوراک د کمۍ سره مخ ماشومانو نه ډک شوي.‌

افغان طالبانو د ملګرو ملتونو د سر منشي دغه څرګندونو هرکلی کړی. د ملګرو ملتونو لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوي سفیر سهیل شاهین ویلي، د ښاغلي ګوټېرس څرګندونې د افغانستان ځمکني حالات وړاندې کوي او زیاته کړې یې ده چې یخ موسم او تړل شوې اثاثې د افغانستان د اولس لپاره وژونکي حالات جوړ کړي. سهېل شاهین په یو‌ ټوېټ کې لیکلي:

د انتونیو ګوتېریش د بیان هرکلی کومه چې د نړۍ پام یې په دې سخت وخت کې د افغانستان خلکو ته ګرځوي. په افغانستان کې د غربت او لوږې ختمولو لپاره نور جدي ګامونه پکار دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړیوالې ټولنې نه دغه غوښتنه په داسې وخت کړې چې دوه ورځې وړاندې د ادارې لخوا تر ټولو زیاتو امدادي مرستو غوښتنه شوي.

د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان دننه او په پینځه ګاونډي هیوادونو کې د ۲۸ مېلینه افغانانو لپاره د ۵ بیلینه ډالرو د امداد غوښتنه شوې.‌ دا د ادارې لخوا تر ټولو ستره امدادی غوښتنه ده.‌

تېر کال په افغانستان کې ملګرو ملتونو او دې سره تړلو مرستندویه ادارو په افغانستان کې ۱۸ میلینه خلکو ته امداد رسولی وو.

د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل وړاندې ویلي د افغانستان په روانو کړکېچنو حالاتو کې لویه ستونځه د هیواد د اقتصاد د خرابیدو دی او خبرداری یې ورکړی چې دغه به غورځېدو ته نه پریږدي:

٫٫ زمونږ له اړخه، ملګري ملتونه داسې ګامونه اخلي چې اقتصاد ته نغدې پېسې ورکړو خو دغه ډیر کم دی.٬٬‌٬

ښاغلي ګوتېریش ویلي، د افغانستان مرکزي بېنک به خوندي ساتل او ورسره مرسته کول وي او داسې لارې به کتل وي چې په بهر کې د افغانستان اثاثې د شرطونو سره خلاصې شي.

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد زیاته برخه په بهرنۍ مرستو ولاړ دی. د پخوانیو حکومتونو د بجټ یا بودیجې ۷۵ سلنه برخه په بهرني امداد او مرستندویه ادارو چلېدو چې د هیواد د جي ډي پي ۴۰ فیصده جوړیږي.‌

نړیوالو امداد کوونکو ادارو بیا د نورو مرستو لپاره طالبانو ته شرط اېښودی چې ټول شموله حکومت جوړ کړي او د ښځو د حقونو خیال دې وساتي، خو طالبانو تر اوسه دغه شرطونه نه دي پوره کړي.‌

د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل نیولو وروسته د نړیوالو مرستو د ځنډېدو وروسته په افغانستان کې اکثره بینادي ضروروته کم شوي. په دې کې د صحت سهولتونو تړل کېدل، د تعلیمي ادارو بندېدل ، د بجلۍ نشتوالي وروسته ګراني زیاته شوې او د عامه استعمال سامانونه د عامو افغانانو د اخستو نه وتلي.‌

ملګرو ملتونو څو میاشتې وړاندې هم دافغانستان د بدحالۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG