لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر یوکرېن د نېټو، یورپ او روس خبرې بې نتیجې: پولېنډ د جګړې د خطر خبرداری ورکړی


واشنګټن ـــ مذاکرات کوونکي وایي د روس او د یورپ د امنیتي همکارۍ د سازمان (او ایس سي اي) تر منځ په ویانا کې هغه خبرې بې له کوم پرمختګ ختمې شوې چې له روسه یې د یوکرېن پولې ته څېرمه د کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې وه.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ وروستۍ خبرې په روانه اوونۍ کې د یوکرېن پر سر د کړکېچ د ختمولو لپاره درېیمه سفارتي هڅه وه، چې ټولې بې له کوم پرمختګ او پرېکړې پای ته رسېدلې دي.

د یورپ د امنیتي همکارۍ د سازمان لپاره د روس دایمي استازي الیکزنډر لوکاشېویچ د تېرې ورځې تر خبرو وروسته رسنیو ته وویل، چې دا خبرې ډېره ناهیله کوونکې وې او وایي تمه لري چې په دې اړه نورې بنیادي‌ او ژورې خبرې ولري.

خو لوکاشېویچ وایي څنګه چې یې د هېواد نورو استازو په روانه اوونۍ کې په برسلز او جنېوا کې له امریکایي استازو سره خبرې وکړې، همداسې ماسکو اوس هم غواړي شخړه له سفارتي لارې حل کړي.

د او ایس سي ای سازمان مشر او د پولېنډ د بهرنیو چارو وزیر زبیګنیو راو هم دا تایید کړې چې له روسي چارواکو سره خبرې یې پر مخ نه دي‌ تللې. ښاغلي راو د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل:

"داسې ښکاري چې په تېرو 30 کلونو کې په یورپ کې د جګړې خطر تر بل هر وخت زیات شوی دی، د یورپ په ختیځ کې مو په تېرو څو اوونیو کې د زیاتو پوځي حرکتونو امکان ولید".

د پولېنډ د بهرنیو چارو وزیر د روس له نوم اخیستو پرته د یورپ د امنیتي ‌همکارۍ سازمان په غونډه کې وویل، په یوکرېن، جورجیا، ارمنیا او مالدوا کې ستونځې شته چې وایي په ټولو کې یې فعالې او درېدلې شخړې شته او داسې ګومان کیږي چې روس په ټولو دغو پیښو کې لاس لري.

غربي ډیپلومېټان له روس څخه غواړي چې د یوکرېن پر پوله کړکېچ ختم کړي او وایي روس چې هلته ه زیاته اندازه وسایل او شاوخوا یو لک پوځیان ساتلي داسې ښکاري چې پر یوکرېن یرغل کوي.

خو روس بیا ټینګار کوي‌ او وایي‌ هلته یې پوځ د خپلې دفاع لپاره ساتلی او له نېټو څخه د دې خبرې ضمانت غواړي چې د ختیځ پر لور پراختیا دې ودروي او یوکرېن ته دې په خپل اتحاد کې ځای نه ورکوي.

له 2019م راهیسې دا لومړی ځل دی چې روس او نېټو اتحاد بیا خبرې پیل کړې دي خو د خبرو په نتیجه کې یو اړخ هم له خپل دریځه نه دی پر شا شوی.

نېټو او متحدین یې وایي دا یواځې د دوی خوښه ده چې چاته د نېټو غړیتوب ورکوي او روس بیا په دعوې سره وایي دا حق لري چې هر ځای او هر چېرې وغواړي په خپل هېواد کې خپل پوځ اچولای شي.

بلې خواته د روس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الیکزنډر ګروشکو د شورو- چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، روس داسې نه ګڼي چې ګواکې نېټو یواځې یو دفاعي اتحاد دی څنګه چې یې مشران وایي او ماسکو ته به خطر نه جوړېږي.

ګروشکو وایي که نېټو د دفاع لاره خپلوي روس به هم داسې کوي خو وایي که نېټو د وېرولو لاره خپلوي نو روس به همدا تګلاره خپلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG