لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانانو په ګډون بهرنیو شتمنو کسانو ته د سرمایه کارۍ لپاره شهریت ورکوي


واشنګټن ـــ د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې هغو شتمنو بهرنیانو ته د پاکستان شهریت ورکوي چې په پاکستان کې درنه سرمایه کاري وکړي، په دغو بهرنیانو کې د چین او افغانستان خلک په خصوصي توګه شامل دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په داسې وخت کې چې له اقتصادي بحران سره مخ دی، د خپلې نوې پالیسۍ له مخې په پاکستان کې مېشتو هغو بهرنیو ته د پاکستاني شهریت یا تابعیت ورکولو پرېکړه کړې ده چې ډېره شتمني لري او غواړي په دې هېواد کې خپلې پیسې ولګوي.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري د جمعې په شپه ناوخته پر ټویټر دا خبره تایید کړې ده. حکومت په دې نظر دی چې بهرنیو پانګوالو ته د پاکستاني شهریت او د ملکیت د حق په ورکولو سره به په اربونو ډالر بهرنۍ سرمایه کاري تر لاسه کړي.

فواد چودري وایي حکومت یې چې کومه نوې د ملي امنیت پالیسي جوړه کړې، د هغه له مخې پاکستان جیو- اکنامکس یا جغرافیایي اقتصاد د خپل ملي امنیت بنیاد ګڼي. چودري لیکلي:

"حکومت پرېکړه کړې چې د بهرنیو وګړو لپاره [په پاکستان کې] د دایمي اوسېدو یو سیکم پیل کړي، دغه نوې پالیسي بهرنیانو ته اجازه ورکوي چې د سرمایه کارۍ په بدل کې د دې هېواد همېشني اوسېدونکي جوړ شي".

یوې پټې سرچینې چې د وزیراعظم عمران خان د حکومت د دې اعلان په اړه معلومات لري، ډان انګرېزي ورځپاڼې ته ویلي، حکومت غواړي په دې کار سره هغه افغانان درنې سرمایه کارۍ ته وهڅوي چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته اوس مهال په ایران، ترکي او ملایشیا کې پانګونې کوي.

دغه سرچینه وایي حکومت دا تمه هم لري چې په امریکا او کېنېډا کې مېشت سیکان به په پاکستان کې په بېلابېلو برخو کې د خپلې سرمایې لګولو ته خوشاله وي، ځکه چې وایي د سیکانو مذهبي عبادتځایونه او زیارتونه ټول په پاکستان کې دي او دوی ورته هر کال تګ راتګ کوي.

رپوټونه وایي وزیراعظم عمران خان په خپل یو وروستي بیان کې ویلي وو، دی غواړي هغه اعلی چینایي سرمایه کاران د پاکستان خواته را مات کړي چې خپلې کمپنۍ یې د سیمې نورو هېوادونو ته لېږدولې دي.

ډان ورځپاڼه وایي حکومت دا هیله هم لري چې هغه شتمن عرب واکمنان او شیخان به هم غواړي د پاکستان شهریت ولري چې هر کال دې هېواد ته د قیمتي مرغانو خصوصاً د څاړو په ښکار پسې راځي.

د پاکستان بلې ټریبیون ورځپاڼې د حکومتي سرچینو له قوله وایي، هغه بهرنیان چې له یو لک تر درې لکه ډالرو پورې سرمایه په پاکستان کې ولګوي، هغوی ته به د پینځو کلونو یا دایمي شهریت ورکړل شي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ویلي، دا سکیم یې ترکي ته په کتلو پیل کړی چې په وروستیو کې یې بهرنیانو ته هلته د جایدادونو اخیستلو اجازه ورکړې ده. چودري وایي کله چې بهرنیو پانګوالو ته د شهریت ورکولو سکیم منظور شي، هغوی به وکولای شي چې په پاکستان کې د کورونو، هوټلونو یا نورو جایدادونو په اخیستلو کې سرمایه کاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په 2018م کال کې ویلي وو، چې په خپل هېواد کې مېشتو افغان او بنګالي کډوالو ته به شهریت ورکړي، خو ځینو ګوندونو یې د دې اعلان کلک مخالفت وکړ، چې له کبله یې حکومت بیا خپله هغه ژمنه تر اوسه پوره نه کړه.

په پاکستان کې دا مهال شاوخوا 30 لکه افغان کډوال اوسېږي چې تر نیمایي زیات یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې یو این ایچ سي آر سره رجسټر نه دي، خو د پاکستاني چارواکو په وینا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم تر درې لکه زیات افغانان پاکستان ته ورغلي، چې وایي په دوی کې یو لک پینځه زره تنه په ویزه ورغلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG