لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين او ايران د بشپړې سټرېټيجیک لوظنامې په عملي کولو ګوتې پورې کړې


بېجينګ ــ چين د خالي لا شنبې په ورځ په ايران د امريکا د بندېزونو مخالفت کړی او ويلي يې دي د ايران سره په اقتصادي او سياسي بنيادونو ولاړه سټرېټيجیک لوظنامه عملي کوي.

تېر کال چين د کلونو د بحث مباحثې وروسته د ايران سره ياده لوظنامه لاسليک کړې وه چې دواړه هېوادونه په توانايۍ، امنيت، ابادکارۍ او کميونيکيشن په برخو کې ملګرتيا کوي.

د چين د خارجه چارو د وزارت د بيان تر مخه دا اعلان د چين د خارجه چارو وزير وانګ يي او د ايران وزير خارجه حسين امير عبدالله حيان تر منځ په چين کې د ملاقات نه وروسته شوی.

د لوظنامې ډېر لږ تفصيل مخ ته راغلی خو نيويارک ټايمز په کال 2020 کې رپورټ کړي وو چې د لوظنامې په عملي کولو به چين د ايراني تېلو اخیستلو د مستقل رسد ډاډ تر لاسه کړي.

تر څو چې د امريکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ایران په کال 2018 کې يو طرفه بندېزونه نه وو لګولي نو چين د ايراني تېلو د ټولو غټ خريدار وو.

چين په سرکاري توګه د ايران سره د تېلو کاروبار ودرولی دی خو څېړونکي وايي د ايران خام تېل په دوامداره توګه چين ته روان وو او تاثر به دا ورکول کېده ګنې دا د نورو هېوادونو سره تجارت روان دی.

د چين د وزارت خارجه بيان وايي وانګ يي خپل ايراني هم منصب ته ويلي هېواد به يې د ايران خلاف د غير قانوني بندېزونو مخالفت کوي.

بيجينګ د پخوا نه د تهران سره ښې اړيکې غواړي او د چين صدر شي جینپینګ په کال 2016 کې د ايران په دوره کې ويلي وو ايران په منځني ختيځ کې د چين غټ ملګری دی.

د دواړو چارواکو ملاقات په داسې وخت کې شوی چې په ويانا کې د ايران د ايټمي پروګرام په ودرلو مهمې خبرې کيږي.

په کال 2015 ايران، امريکا، چين، روس، برتانيا، فرانس او جرمني په لوظنامه راضي شوي وو چې په نتيجه کې يې د ايران نه بندېزونه لرې کړل شوي وو او ايران د ايټمي وسلو نه جوړولو ژمنه کړې وه.

خو امريکا د يادې لوظنامې نه په شا شوه او په ايران يې چک لګوونکي بندېزونه بيا په يو طرفه توګه ولګول او ايران يې هم دې ته اړ باسه چې د خپلو ژمنو واوړي.

د چين وزارت خارجه په بيان کې ويلي وانګ د ايران وزير خارجه ته ويلي چين په دې باور دی چې د لوظنامې د اوسني صورتحال ذمه واره امريکا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG