لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو واکمنۍ کې تر ټولو زیات هنرمندان دبدو ورځو اؤ تذلیل سره مخ دي


څېړونکي وایي په افغانستان دطالبانو د واکمنۍ سره سم په دغه هیواد کې دهنر اؤ هنرمندانو بدې ورځې پیل شوي اؤ یو شمیر هنرمندان دطالبانو لخوا وژل شوي،ځورول شوي اؤ یا هم د هیواد پرېښودولو ته اړ شوي دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسینو خپرې شوې هغې ویډیو ته سخت غبرګونه ښودل شوي چې پکې دیو هنرمند دموسیقۍ الات سوځول کیږي.

په ټولنيزو رسنيو خپره شوې دغه ويډيو کې ليدل کې چې د ګڼو خلکو په منځ کې دیو هنر مند دموسيقۍ الات سوځول کيږي او ګېر چاپير تري وسله وال ولاړ دي۔

ددې ويډيو په اړه وويل کيږي چې دا د افغانستان په پکتيا ولایت کې ريکارډ شوې خو د هنرمند نوم پکې نه ښودل شوی۔

په ويډيو کې ليدل کيږي چې دهنرمند جامې شليدلې دي، ګېر چاپېر د وسلو په لاس ولاړ تنان ورپورې خنديږي او ورته سپورې ستغې وایي خو هنر مند غلی ولاړ دی دواړه لاسونه يې په نامه ايښي او په خله غږ نه کوي.

وسله وال چې ځینو پکې مخونه پټ کړي ددغه هنر مند نه په موبايل ويډيو هم کوي،يو طالب ورته ښيرې کوي او وایي چې څوک په دې منظقه کې ډولونه سازونه غږوي انجام به يې دغسې وي۔

په فېس بک د پېښور نه ډاکټر محمد شهزاد دغه ويډيو خپره کړې ده اؤ دپاسه یې پرې د ممتاز اورکزي دا شعر لیکلی چې:

زه کله د تذليل په انتها کې خنديدې شم
زه دومره حوصله نه لرم ياره لکه ډم

محمد شهزاد ډيوه ته وويل په افغانستان کې د طالبانو واک کې د راتلو سره سم سخت دريځي سېوا شوې ده .

هغه وایي ګڼ شمېر سندر غاړو ملک پريښودو، ځني پکې ووژل شول، ځینو پکې وهل ټکول وخوړل او اوس دې ويډيو کې د هنر اوزار وسوځولی شول اؤ هنرمند ته ستغې سپورې وويل شوې۔

محمد شهزاد وويل دا حال به هر هغه ځايې ته رسيږي چرته چې مذهبي سخت دريځي سېوا او د افغان طالبانو پلويان وي۔

په افغانستان دطالبانو د واکمنۍ راپدیخوا په نزدې وختونو کې د افغانستان نه ګڼ شمېر هنرمندان پاکستان ته هم راغلي او نورو هېوادونو ته هم تلي دي۔

د پېښور پوهنتون کې زده کوونکی محمد ځدران وایي په تاريخي توګه د افغانستان اولس سندرې سره مينه لري ، دلته سندره غلې کول او وژل ګران کار دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "د افغانستان ولس ټول عمر سندرې سره مينه کړې ده، اتڼ د دوئ په خټه کې اغږل شوی، دوئ سندرې نه لري نه شي ساتل کېدی"

دیادې پېښې په اړه وي او ای ډیوه د افغانستان د طالبانو وياند مرستيال بلال کريمي نه پوښتنه وکړه چې دغه پېښه دطالبانو د پاليسيو په اساس رامخته شوې که نه دې پېښه کې دککړو وسله والو په ضد به کومه کاروایي کيږي؟ خو د بلال کريمي لخوا په وټس ايپ دغږییز پیغام اوریدل کیدو باوجود هم کوم جواب نه دی ويل شوی۔

دطالبانو دحکومت لخوا که هر څو تر اوسه په ډاګیز ډول افغانستان کې په موسیقۍ دبندیز اعلان نه دی شوی خو سرچینې وایي چې د دوئ دامرباالمعروف ونهی عن المنکر په نوم د ادارې وسله وال هنرمندانو اؤ سندر غاړو پسې ګرځي اؤ هغوئ ځوروي.

په نزدې وختونو کې دافغانستان نه په سوؤنو هنرمندان پاکستان اؤ نورو نزدې ګاونډي هیوادونو ته تښتیدلي اؤ وایي اوس په پردیو هیوادونو کې دستونزو ډک ژوند کوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG