لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاحسن اخند:ټول شرطونه مو پوره کړي،نړۍ باید اوس"اسلامي امارت"په رسمیت وپېژني


دطالبانو دحکومت وزیراعظم یا ریس الوزراء ملا محمد حسن اخند وایي د دوئ حکومت هغه ټول شرطونه بشپړ کړي چې دیو نظام مشروعیت لپاره کافي وي اؤ اوس باید نړۍ د دوئ‌ حکومت پر رسمیت وپیژني.

خو څېړونکي وایي طالبانو لا تر اوسه دنړۍ غوښتنې نه دي پوره کړي چې تر ټولو مهمه پکې د ټولشموله حکومت غوښتنه ده اؤ تر څو چې طالبان دنړۍ قانع کولو لپاره رغنده عملي ګامونه وانه خلي نو یوازې دخولې په بیانونو نړۍ نه شي قانع کولی.

دچهارشنبې په ورځ کابل کې راجوړ شوي اقتصاد کانفرنس ته خپله وینا کې دطالبانو دحکومت ریس الوزراء ملا محمد حسن اخند ویلي امارت توانېدلی چې فساد له منځه یوسي او امنیت تامین کړي .

هغه ددغه کانفرنس په مهال غږ کړی چې هیوادونه باید جرئت وکړي او اسلامي امارت په رسمیت وپیژني او په ټوله کې افغانانو سره مرستې وکړي.

"ټول باید یو ګام واخلي چې د افغانستان د رسمیت ستونزه ختمه کړي او یوې خواته دې سترګې نه نیسي"

ملا محمد حسن وایي هغه هېوادونه چې ځانونه د بشر حقونو مدافعین بولي د افغانستان د پیسو په کنګل ساتلو سره یې افغانان له بشري ناورین سره مخ کړی دي.

هغه وویل تېرو کلونو کې له افغانستان سره بنسټېزې مرستې نه دي شوي، افغانستان سره باید دوامداره بنسټیزې مرستې وشي، ترڅو په ځان بسیا شي.

دهغه وینا وه "موږ خپلو ځانونو، وزیرانو او مسولینو ته مرستې نه غواړو بلکې ددغه مظلوم اولس له پاره یې غواړو"

هغه وویل "موږ باید په ګډه داسې لارې ولټوو، چې د تل لپاره د ولس درد پرې دوا شي، لنډ مهال مرستې ملت ته ګټورې نه دي. خو که اقتصادي پرګرامونه په ښه ډول ترتیب شي، ډېر ژر به له ستونزو راوځو او ستونزې به ختمې شي"

هغه خپله وینا کې دافغانستان پخوانی حکومت په غلا ، فساد اؤ ناامنۍ تورن کړو او وئ ویل "پخواني حکومت کې څه شی نه و؟ غلا وه، فساد و، وژنې او هر څه وو، خو په رسمیت پېژندل شوی و او دوی يې ملاتړ کولو"

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي دنړۍ لخوا چې دطالبانو نه کومې غوښتنې کیږي هغوئ لا تر دې مهاله دغه غوښتنې نه دي پوره کړي.

طاهر خان وایي دنړۍ په غوښتنو کې تر ټولو مهمه غوښتنه دټولشموله حکومت یعنې نورو ته دځائ ورکولو ده خو طالبان اوس هم پخپل دې دریځ ولاړ دي چې د دوئ حکومت ټول شموله دی اؤ نړۍ دا نه مني.

دهغه په وینا "دویم مشکل دادی چې طالبان دهرڅه یوه خپله تشریح اؤ توضیح کوي،ممکن ده چې دهغوئ په نظر دا وضاحت درست وي خو بیا دنیا هغوئ سره په دې باندې اختلاف لري"

"که طالبان دا وایي چې هغوئ سره دقومونو مشران لکه پښتون،تاجک.ازبک اؤ نور په حکومت کې شامل دي، خو ددنیا بیا خواهش دادی چې باید پخپل حکومت کې نورو سیاسي شخصیاتو ته ځائ ورکړي"

ښاغلی طاهر خان زیاتوي طالبان دافغانستان نورو سیاسي مشرانو ته خپل حکومت کې ځائ ورکولو ته اماده نه دي اؤ هرکله چې دوئ دنړۍ دا غوښتنه نه مني نو په رسمیت دپېژندنې معامله به یې هم دغسې پاتې وي.

هغه وایي نن سبا چې دافغانستان نه دبشري حقونو ،د رسنیو د ازادۍ اؤ دښځو دحقونو په اړه کوم رپورټونه دملګرو ملتونو اؤ نورو ازادو نړیوالو ادارو لخوا مخې ته راځي،هغه دطالبانو په اړه په نړۍ کې یو مثبت سوچ اؤ فکر نه پیدا کوي اؤ طالبانو ته به پخپله ددې رپورټونو جايزه اخستل وي.

خو طاهر خان بیا وایي دا خبره د ډاډ وړ ده چې په وړومبي ځل افغانستان کې داقتصاد په حواله کانفرنس راجوړ شوی چې د نورو هیوادونو استازي پکې هم ګډون کوي اؤ په دې کانفرنس کې یوازې داقتصاد په اړه خبرې کیږي.

"په افغانستان خو چې هرکله غونډه یا کانفرنس راجوړ شوی نو موضوع یې جنګ اؤ نور شیان پاتې شوي خو دا وړومبی ځل دی چې په یو کانفرنس کې یوازې دافغانستان په اقتصاد خبره کیږي "

هغه وایي طالبانو ته دا یو ښه فرصت دی چې ددې کانفرنس له لارې نړۍ ته خپل دریځ وړاندې کړي خو نړۍ به یوازې د دوئ په خبرو قانع شي بلکې د دوئ عملي ګامونو ته به ګوري.

یاد کانفرنس ته خپله وینا کې د ریس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي د افغانستان شل کلن اقتصادي نظام په بهرنیو مرستو ولاړ و، چې د دې مرستو په پرېکېدو سره سقوط شو.

هغه وویل په تېرو شلو کلونو کې افغانستان سره ترسره شوې مرستې په یو لړ شرایطو ولاړې او سیاسي وې او یو شمېر مرستې د معینو قراردادیانو لخوا بېرته وویستل شوې.

دښاغلي حنفي وینا وه "موږ هغه مرستې نه غواړو چې د افغانستان د اقتصادي نظام استقلالیت پکې نه وي بلکې غواړو چې موږ په مستقیم ډول په دې مرستو کې دخیل و اوسو او په عادلانه وېش یې ترسره کړو"

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دطالبانو دحکومت څه دپاسه پینځه میاشتې پوره شوي خو تر اوسه دنړۍ یو هیواد هم د دوئ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دطالبانو دحکومت رامنځته کیدو نه وروسته په بهرنیو هیوادونو کې پرتې دافغانستان پیسې کنګل کړل شوي اؤ طالبان دریځ لري چې ددې پیسو کنګل کیدو له امله په افغانستان کې دخلکو اقتصاد زیانمن شوی نو ځکه نړۍ باید دا پیسې افغانستان ته ور ایله کړي.

خو امریکا اؤ نړیواله ټولنه له طالبانو غوښتنه لري چې دخپلو ژمنو سره سم افغانستان کې باید خپل حکومت ټول شموله کړي اؤ دخلکو بشري حقونه مراعات کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG