لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو اندېښنې څرګندې کړی شوي


په پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې په داسې حال کې سېوا شوي چې د پاکستان پوځ ویلي، د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پرضد جګړه روانه ده.

حکومت او څیړونکي اندېښنه څرګندوي چې په راتلونکو ورځو کې دغه شان نورې پېښې هم امکان لري، او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان نه منتخب غړي محسن داوړ ويلي، طالبان د اسلام اباد پورې راورسېدل، اخر حکومت به کله په سنجیدګۍ دا مسله حل کوي.

د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې په پلازمينه اسلام اباد کې په پولیسو د ډزو په نتیجه کې يو بولیس سرتيری وژل شوی او دوه ژوبل شوي او پوليسو دعوه کړې وه چې دوه بريد کوونکي ترهګر يې وژلي وو.

دغه پېښه په دوو ورځو کې په پاکستان کې د بدامنۍ شپږمه پېښه وه چې تحريک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې وه.

په پاکستان د بدامنۍ پېښې يو ځل بیا په داسې حال کې سېوا شوي دي، چې په پينځمه جنورۍ د پوځ ویاندې ادارې مشر میجر جنرل بابر افتخار ويلي وو چې تحریک طالبان سره مذاکرات او ډزبندي ختمه شوې ده او پوځ ددوي پرضد عملیات پېل کړې دي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د نیشنل ډیموکریټک مومنټ ګوند مشر محسن ډاوړ هم د بدامنۍ په زياتېدونکو پېښو اندېښنه ښکاره کړې او ويلي يې دي، حکومت وايي د قامي سلامتيا تګلاره يې جوړه کړې خو پارلیمان ترې نه دی خبر.

محسن داوړ وايي چې ترهګر د اسلام اباد پورې راورسېدل، خو حکومت بیا هم د ترهګرۍ په مسله ختمولو کې سنجیده نه ښکاري.

له دې وړاندې د پاکستان په سېنټ کې هم د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد په زیاتیدونکې ترهګرۍ اندېښنه څرګنده کړې وه.

خبریال احسان ټیپو وایي راتلونکو ورځو کې به ترهګري نوره هم سیوا شي ځکه چې افغانستان کې د طالبانو راتلو پس د تحریک طالبان پاکستان ډېر غړي بیرته پاکستان ته راغلي دي او د تحریک طالبان مشران اوس په ازاده بغیر د څه ویرې په افغانستان کې ژوند کوي، دغه شان اوس د تحریک طالبان نه بیلې شوې ډېرې ډلې بیرته د دوي سره يو ځای شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشید هم و یره څرګنده کړې ده چې دغه شان د ترهګرۍ نور پېښې هم کیدې شي.

خبریال رفعت اورکزی وايي، دا خبره ښکاره ده چې د افغان طالبانو او تحریک طالبان ترمینځ هیڅ فرق نشته او دواړه په نظریاتي توګه يو خلک دي.

رفعت اورکزی وايي، د طالبانو افغانستان نیولو نه وړاندې پاکستاني طالبان په په ښکاره افغانستان کې نه شو پاتې کېدی خو اوس هلته د طالبانو راتلو پس پاکستاني‌طالبانو ته هم ډاډ ترلاسه شوی دی.

په پاکستان کې د بدامنۍ پېښې يو ځل بيا په داسې حال کې سېوا شوي چې پاکستان وايي د افغانستان سره په پوله (ډېورنډ) باندې يې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره لګوونکی د سيمو ازغن تار لګول نزدې پوره کړی دی، او دعوه کوي چې په ملک کې د ترهګرو پرضد عملياتو کې د ترهګرو ملا ماته کړی شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG