لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باچا خان د عدم تشدد فلسفه ناکامه شوې نه ده، په مخالفت کې يې زورور قوتونه راپاڅېدلي


پښتانه پوهان او فعال وايي، باچا خان په ټول عمر د عدم تشدد او پرامنه مفکورې دپاره مبارزه کړې، او که باوجود د باچا خان د مبارزې په پښتنه سيمه بيا هم د تشدد څخه ډک، وسله وال تحریکونه او ټوپک راخستل شوی نو دا د باچا خان د مبارزې ناکامي نه ده، بلکې د دغه مبارزې په وړاندې د انګرېز د وخت نه راواخله تراوسه پورې زورور مخالفه قوتونه راپاڅېدلې دي، او په بدلو نومونو يې تشدد ته وده ورکړې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو وتلې مبارزې او قانونه پوهه عاصمه جهانګير په کال 2018 کې د مړينې نه څو وړاندې په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریون ته په وېنا کې د پښتنو او باچا خان په اړه ويلي وو، چې پاکستان د پښتنو او باچا خان نه بغېر يو تنګ نظره پاکستان دی.

دا چې باچا خان په خپل ټول عمر د عدم تشدد مبارزه کړې او پښتنو ته يې د امن پېغام ورکړی، ايا پښتنو د باچا خان د عدم تشدد لاره پرېښودې چې د افغانستان نه راواخله په ټوله پښتنه سیمه وسله وال تحریکونه راپورته شوي؟ پروفېسر دروېش خان اپريدی وايي زه د دې خبرې سره ملګرتيا نه کوم چې د باچا خان د عدم تشدو فلسفه ناکامه شوې ده ځکه چې هغه به پښتنو ته ويل چې خپلې ټولنيزي کشالې د جرګې د لاري هوارې کړي او بل دا چې د سياسي اهدافو ترلاسه کولو دپاره غوره لار اوس هم د عدم تشدد ده.

هغه وويل، د انګرېز د دور نه باچا خان د عدم تشدد تبليغات کول، او يوه پرمخ تللې پرامنه ټولنه يې غوښتله، په هغه وخت کې هم د برتانيې استعماري حکومت وو، جنګ ببر خلک او انتها خوښه خلک مظبوط شوي او منظم شوي دي، او د امير امان الله خان خلاف استعمال شوي دي، بيا پاکستان چې راغلی، روس او امریکا پکې ښکېل وو، اوس هم د بده مرغه زمونږ خاورې ته پردي جنګونه راوړل شوي دي.

د ښاغلي دروېش اپريدي په وېنا، د باچا خان د پرامنه مبارزې په مقابله کې په پښتنه ټولنه کې هغه خلک چې انتها خوښي وو يا انتها خوښي يې راوستل غوښتل، هغه زورور وو، رياستي وسايل وو ورسره، نړۍ ورسره ولاړه وه، نو دلته بيا هغه د کمزوري او زورور خبره ده.

پښتانه پوهان وايي، د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې او امن د مفکورې په وړاندې د اولې ورځې داسې قوتونه موجود وو چې هغه زورور وو او د يوې پاليسۍ لاندې په بدلو بدلو نومونونو پښتانه تشدد پله راوستي دي.

د باچا خان پوهتنون پخوانی وایس چانلسر او پوهان فضل الرحيم مروت وايي د باچا خان د عدم تشدو په وړاندې د انګريز په وخت کې او د هغي وروسته هم خنډان راجوړ کړی شوي، باچا خان پښتانه با سواده کول، مدرسې يا سکولونه يې جوړ کړل، خو د هغه مخالفينو ټوپک ته اهميت ورکړی، او تبليغات يې ورته کړي دي.

د نوموړي په وېنا باچا خان خلک د ذهني او جسماني غلامۍ نه خلاصول غوښته خو د هغه مخالفه قوتونو ټوپک ته اهميت ورکړی، د هغه په مخالفت کې يې کتابونه، مجلې، اخبارونه چاپ کړه مختلفې طريقې يې ورته اختيار کړې چې ماشوم دې ته تيار کړي، او وړوکی ماشوم خودکش ته تيار کړی شوی او دا سلسله داسې روانه ده.

مروت زياتوي چې باچا خان د پښتنو ترمينځه د دښمنو ترپګنو ختمولو دپاره ډېرې هڅې کړې دي کومې چې د تاريخ په پاڼو کې خوندي دي.

نوموړي وويل، د پښتنو د کشالو ختمولو دپاره باچا خان د تحريک اصلاح افاغنه بنسټ کېښودی خو نړيوالو او رياستي ادارو هميش د خپلو مقصدونو دپاره پښتنو ته داسې حالات جوړ کړي چې په جنګ جدل يې اخته کړي دي.

پښتانه پوهان وايي باچا خان خپل ټول ژوند د عدم تشدد د مفکورې د پاره مبارزه کړې ده او هغه په خپله دغه مبارزه کې د 33 کالوقېد هم تېر کړی دی.

پوهان وايي باچا خان د نړۍ اولنې سياسي قيدې وو چې د 85 کالو په عمر کې جيل ته تلې وو اوهغه د انګريز او بيا د پاکستان جوړيدو پس دواړو وختونو کې قېدونه تېر کړې دي.

د پوهانو په وېنا د باچاخان په رنګه د عدم تشدد د لارې د قامي ګټو مبارزه په 19مه پېړۍ کې د هندوستان مهاتما ګاندي، په شلمه پېړۍ کې د امریکې تور پوستي سياست مدار مارټن لوتهر کينګ جونير او د افريقې ليډر نیلسن منډیلا هم کړې وه خو هغوي د پښتنون مشر په پرتله په خپله مبارزه کې بريالي ګنل کيږي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې استاز او باچا خان باندې تحقيق کونکی ډاکټر سهېل احمد وايي د باچا خان د عدم تشدد فلسفه اوس هم ژوندۍ ده د عوامي نېشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ شان تحريکونو د لارې د دې سيمي خلکو ثابته کړې چې په دوی د تشدد باوجود هم دوی د تشدد لار نه ده خپله کړې.

د نوموړي په وېنا د باچا خان د عدم تشدد فلسفه به په پښتنه سيمه نوره هم پياوړې او ګټه وره وی که په دغه فلسفه يقين لرونکي په يو ځای وی.

پوهان خادم حسېن وايي پښتانه د بدامنۍ نه تنګ راغلي دي، عام پښتون دد باچاخان عدم تشدد او د جنګ فلسفې ته په دروند نظر ګوري خو دا جغرافيه د سټراټيجک ګټو د پاره کارول کيږي او د تشدد سره مخ ده.

خادم حسېن زياتوي د عدم تشدد فلسفه قامي مساوات غواړي، خلک دې يوبل ته زيان ونه رسوي، عدم تشدد غواړي چې صنفي مساوات دې وي، خلک دې په جنګونو خرچ ونه کړې، جنګي اقتصاد دې ختم کړی شي، عدم تشدد غواړي چې خلک دې په خپلو وسيلو او فېصلو اختيار ولري او ميډيا دې ازاده وي اولس واکي دې وي.

د نوموړي په وېنا، دا قسمه سوچ د ترهګرۍ او د تنازعاتو خلاف د ټولو لوی مزاحمت دی او د نړۍ ډير خلک د دې عدم تشدد د سوچ سره ولاړ دي.

عوامي نيشنل ګوند نن د باچا خان اوونۍد پېل په ورځ دستورې راجوړې کړي، او ويلي يې دي دغه دستورې به پوره اوونۍ د هيواد په بېلابيلو برخو کې روانې وي، د باچا خان ژوند، افکارو او د عدم تشدد فلسفي په اړه به پکې وېنا ګانې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG