لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې 26 کلنې ښځې ته د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورول شوې


اسلام اباد ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې په راولپینډۍ ښار کې یوه ځايې عدالت یوې مسلمانې ښځې ته د واټس ایپ د لارې د مذهب د سپکاوي موادو د خپرولو په تور د مرګ سزا اورولې ده.

د پینډۍ د سېشن عدالت له اړخه خپور شوي بیان تر مخه د اسلام اباد د غوري ټاون اوسېدونکې انیقه عتیق نومې ښځه د کال ۲۰۲۰ په مې میاشت کې نیول شوې وه او پرې د وفاقي پلټونکې ادارې ایف ای اې د سایبر کرایم ونګ له اړخه د مذهب د سپکاوي مواد د واټس ایپ سټېټس په توګه پوسټ کولو او بیا دغه مواد خپل یوه ملګري ته د لیږلو مقدمه درج کړی شوې وه.

عدالت ۲۶ کلنې انیقه عتیق ته د مرګ د سزا د حکم سره ۲۰ کاله د بند او دوه لکه د جرمانې سزا هم اورولې ده. انیقه عتیق لومړۍ ښځه ده چې پرې د الیکټرانک کرایمز ایکټ کال ۲۰۱۶ لاندې ورته سزا اورول شوې ده. په کال ۲۰۱۷ کې تیمور رضا لومړنی کس وو چې په فېسبوک د مذهب د سپکاوي په تور ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

انیقه عتیق ټول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا یو مسلمانه ده او شکایت کوونکي سره د دوستۍ کولو څخه د انکار پس هغه په قصدي توګه هغه په دیني بحثونو کې را ګیره کړې وه.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن ایچ آر سي پي پخوانۍ مشره زهره یوسف وې او اې ډیوه سره خبرو کې وايی د مذهب د سپکاوي پر معامله په هیواد کې بحث نه کیږي او د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر د وژنې وروسته خو د پاکستان په پارلیمان کې هم دغه بحث کولو څخه ډډه کوي:

"د نړۍ هېوادونه پر دغه قانون اندېښنې لري او د دې د غلط استعمال په اړه څو ځله د یورپي یونین له خوا اندیښنې د پاکستان سره هم شریکې شوي دي".

د بشري کارمندانو وینا ده چې د مذهب د سپکاوي تورونه اکثر د شخصي دښمنیو له سببه نه یواځې پر مسلمانانو بلکې پر مذهبي لږکیو په ځانګړې توګه د پاکستان پر عیسایي او هندو وګړو هم اکثر لګول کیږي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي مقدمې ډېرې خطرناکې وي. اکثره وخت تورن کسان عدالت د پرېکړو څخه وړاندې د عامو خلکو له خوا وژل کیږي او په وژنو کې اکثره تورن کسان د عدالتونو له اړخه خوشي هم کړل شي.

تېر کال د دسمبر په میاشت کې په سیالکوټ کې کار کوونکي د کارخانې سريلنکایي مینېجر باندې د مذهب د سپکاوي تور لګېدو وروسته هغه د فیکټرۍ نور کارکوونکو او عامو وګړو په تشدد وژلی او بیا یې سوځولی وو.

په کال ۲۰۱۶ کې تصویب شوی د الیکټرانک جرمونو د مخنیوي قانون حکومت ته ډېر واک ورکړی چې د مذهب د سپکاوي په شمول په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ټول مواد کنټرول کړي.

پاکستان په وروستیو کې د فېسبوک او ټویټر څخه غوښتنه کړې وه چې د مذهب د سپکاوي په لړ کې دې د دوی د وګړو په پېژندلو کې ورسره مرسته وکړي چې د دغو خلکو په ضد قانونې عملیات وشي.

د امریکا د نړیوالو مذهبي ازادۍ د کمیشن ترمخه په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور تر ۸۰ زیات کسان په جېلونو کې بندي دي چې پکې د نیمو څخه زیاتو کسانو ته د عمر بند یا د مرګ سزا اورول شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG