لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سوداګرو له طالبانو غوښتی چې د دوی ستونزې باید حل کړي


واشنګټن - افغان سوداګرو د طالبانو د اقتصادي‌ پالیسۍ هرکلی کړی خو له هغوی څخه یې غوښتي دي چې د دوی ستونزې دې هوارې کړي.

افغان سوداګرو ویلي، په بانکونو کې د دوی کنګل شوې پیسې باید ازادې شي چې دوی وتوانېږي د هېواد په اقتصاد کې رغنده رول ولوبوي او همدارنګه د برېښنا او ځمکو ستونزې یې باید حل شي.

په کابل کې د افغانستان د اقتصادي کانفرانس تر نامه لاندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د طالبانو د لومړي‌ وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي ، "مونږ د خصوصي سکتور د دې غوښتنې هرکلی کوو چې وايي په دې برخه کې دې د افغانستان پیسې ازادې کړای شي او مونږ په دې اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازې د هلو ځلو هرکلی کوو."
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل، چې خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د خامو موادو د انتقال او د ګاونډیو هیوادونو سره د صنعت په برخه کې د شته رقابت پر وړاندې د حکومت مادي او معنوي ملاتړ ته اړتیا لري.
ښاغلي الکوزي وویل: "امنیت راغلی دی فساد له منځه تللی دی خو بیا هم ستونزې شته، ترڅو چې د دنیا سره په اړیکو کې ثبات رامنځ ته نشي نه یوازې سوداګرۍ په برخه کې بلکې د تولید په برخه کې به ستونزې لرې نشي".

طالب چارواکو ویلي، خصوصي سکتور به د دوی لخوا په نوې جوړې شوې لنډ مهالې اقتصادي پالیسۍ کې مهم رول ولوبوي.

ملا بردار ویلي، خصوصي سکتور ۱.۵ په هېواد کې ۱.۵ میلیونه وظیفې برابرې کړي او دا کولای شي اقتصاد ته وده ورکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال له نړۍ سره د افغانستان اړیکو ټینګول او د نوي حکومت د رسمیت نه پیژندلو مسله هم یادې کړې او ویې ویل، چې دغو مسلو د حل پرته به خصوصي سکټور ته ګرانه وي، چې ښه پرمختګ وکړي.

د طالبانو د لومړي‌ وزیر مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ویلي، د دوی حکومت به په اقتصادي‌ برخه کې د څارونکو دنده ولري او په حقوقي برخه به کار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او کانونو د خونې چارواکي وايي، په افغانستان کې په دې وروستیو اونیو کې د کانونو په برخه کې لیوالتیا زیاته شوې ده.

د دغې خونې مشر شیر باز کمین زاده یوې خبري غونډې ته وویل، چې حتی امریکايي پانګوالو هم د کانونو په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودې.

هغه زیاتوي، د امریکایانو سربېره، چینايي، ایراني، پاکستاني او ترکي سوداګر هم په افغانستان کې د کانونو له سکټور سره علاقه لري.

د افغانستان اقتصادي کانفرانس د شورو یا چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شوی وو چې پکې د شلو هېوادونو استازو په فزیکي توګه او ۴۰ نورو هېوادونو استازو په انلاین توګه ګډون کړی وو.

دغه کانفرانس د دې لپاره جوړ شوی وو چې د افغانستان اقتصاد، خصوصي سکټور، بانکي مسلې وارزول شي او د هېواد موجوده اقتصادي ناورین ته د حل لارې چارې ولټول شي.

د ملګروملتونو استازې د طالبانو لخوا په دې اقتصادي جوړ شوي کانفرانس کې وویل، چې ددغه هېواد صادرات د لومړي ځل لپاره په حیرانونکې توګه یو بیلینه ډالرو ته رسېدلي دي.

د ډیبورا لاینز دغه څرګندونې په داسې وخت شوي چې افغانستان له بشري ناورین سره او اقتصادي سقوط سره مخ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG