لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلينکن: که روس د یوکرېن د پولې ور واوړېدو امريکا او اتحاديان به يې ورته ځواب وايي


US Germany Blinken
US Germany Blinken

د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن خبرداری ورکړی که روس خپل پوځونه يوکرېن ته ليږي نو امریکا او اتحادیان به يې ورته په کلکه سمدستي او سخت ځواب ورکوي.

بلينکن دغه خبره د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په برلن کې مطبوعاتو سره په خبرو کې کړې ده، ويل کيږي نوموړي دغه بيا د هغه تاثر د ردولو دپاره ورکړی دی چې په دغه کشاله د امریکا او نېټو ايتلاف دريځ څه دي.

ورسره ویل کيږي د دغه بيان نه دا مطلب هم اخستل کيږي چې د دغه خبرې مخې ته راوړل مقصد وو، چې پکې صدر جوبايډن ويلي وو که روس په لږه کچه په يوکرېن کې مداخله يا لاس وهنه کوي نو کېدی شي ځواب يې دومره سخت نه وي.

بلينکن د خپل جرمني سيال سره خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي، که چرته روس د يوکرېن د پولې نه ور اوړي او د يوکرېن پرضد په نوو عملياتو کې لاس لري نو امریکا او اتحاديان او همکاران به يې په ګډه په فوري توګه سخت ځواب ورکوي.

وروسته نوموړي په روس تور لګولی چې هغه د نړيوالو قوانينو د بنياد دپاره د خطرې سبب جوړيږي، ځکه چې روس د يوکرېن د پولې سره نزدې يو لک پوځي سرتيري په ځای کړي دي.

هغه ويلي که روس حمله کوي نو د يو ايتلاف او سخت نړيوال غبرګون سره به مخامخ کيږي.

ويل شوي د جمعې په ورځ به انتوني بلينکن د روس د بهرنيو چارو وزیر سرګۍ لاروف سره په جنېوا کې ويني. چې هدف په تاو تریخوالي کې کمی راوستل دي، خو ويل کيږي په خبرو کې د امکان کم ليدل کيږي، او بلينکن په برلن کې په ښکاره خبرداری ورکړی کوم چې د سړې جګړې په وخت په ختيځ او لويديځ جرمني کې وېشل شوی وو.

بلينکن ويلي، دوی چې د کومو حالاتو ماملاتو سره مخ دي هغه ستونزمن دي او په سمدستي ډول يې هواری ممکن نه ښکاري.

هغه زیاته کړې چې تمه نه لري چې په جنېوا کې به دغه مسله هواره شي.

په برلن کې په اکېډمي اف ساينسز کې د وېنا په مهال بلينکن وويل روس ته اجازه نه شي ورکولی چې د خپلو ارادو پوره کولو نړۍ بې ثباته کړي.

هغه زیاته کړه که روس د دې اجازت ورکړی شي نو دا پېغام به ترې لاړ شي چې موجوده اقدار او قاعدې پکې قربانېدی شي. هغه وويل د سيمې په امنيت او خپلواکۍ هيڅ جوړ جاړی نه شي کېدی.

د زيارت په ورځ نوموړي په برلن کې د برتانيې، فرانس او جرمني د لوړ پوړو سفارتکارو سره ليدلي او په راتلونکې هغه تګلاره يې ورسره خبرې کړي، چې د روس لخوا په يوکرېن د حملې په وخت به خپلولی شي.

ویل شوي له دغې يوه ورځ وړاندې چې نوموړی په کېف کې وو، هلته يې د يوکرېن د صدر زېلنسکي سره تفصيلي خبرې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG