لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بايډن ويلي، افغانستان د وحدت وړتيا نه لري، طالبانو دغه بيان ته غبرګون ويلی


UKRAINE-CRISIS/BIDEN
UKRAINE-CRISIS/BIDEN

د امریکې صدر جوبايډن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (19جنورۍ) په سپينه ماڼۍ کې د خپل صدارت په يو کال پوره کېدو خبري غونډې ته د افغانستان په اړه ويلي وو، افغانستان د وحدت يا يو والي وړتيا نه لري. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بايډن دغه بيان رد کړی دی.

صدر جوبايډن د افغانستان په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، امریکې په 20 کاله موده کې په افغانستان کې په ملينونو ډالره خرڅ کړي او په يوه اوونۍ کې به يو ارب ډالره خرچ کېدل.

نوموړي ویلي، "لاس پورته کړئ که په تاسو کې څوک داسې فکر کوي چې افغانستان د یو متحد حکومت لاندې د رایو ځای کېدو وړ وو، افغانستان په يو کلک دليل سره د بادشاهتونو/ امپراتوريو هديره پاتې شوی دی، اوله خبره دا ده چې دغه ملک د يو کېدو وړتيا نه لري".

بايډن زیاته کړې چې "سوال دا وو چې ما په افغانستان کې په يوه اوونۍ کې دومره ډېر پېسې خرچ کړی وی، او د دې د کاميابۍ په امکان هم پوهه ومه، او نور مړي به بیرته کور ته راتله، کوم چې غېر معمولي خبره ده".

نوموړي د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې وو، "20 کاله وروسته د افغانستان وتل اسانه لاره نه وه"، او نوموړي ويلي، "په خپلو کړو هېڅ معافي نه غواړي".

بايډن ويلي وو، "هغه په هغو ښځو او سړو سخت اندېښمن دی، چې په هوايي اډه په ترهګر بريد کې وژل شوي وو". نوموړي زياته کړې، "که د افغانستان څخه يې پوځ نه ويستلی نو ورته به ويل شوي وو چې د 20 نه 50زرو پورې نور سرتيري بيرته افغانستان ته وليږي".

د امريکا صدر ویلي، "که چرته دوی د افغانستان څخه نه وتلی نو نور پوځ به يې ليږو، او تاسو خبر يئ چې هلته څه روان دي، هغه پرې ښه احساس نه لري، د کوم څه په نتيجه کې چې هلته نااهله طالبان راغلي دي؟، او زه په دې ښه نه احساسوم".

هغه زیاته کړې "هغه په نړۍ کې په روانو ډېرو څيزونو ښه نه محسوسوي، خو هغوی هره مسله نه شي هوارولی".

د امریکايي صدر د دغه څرګندونو په غبرګون کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي په ټویټر ويلي، "د امریکايي صدر دغه څرګندونې په کلکه ردوي چې ګواکې افغانستان د یو والي وړتيا نه لري".

هغه ويلي، "په دې کې شک نشته چې افغانان د بهرنيانو تر يرغل لاندې متحد نه دي پاتې شوي خو د يرغلګرو پرضد يې مشروع مبارزه کړې ده".

بلخي دا هم ويلي، "چې د ښاغلي بايډن دا خبر چې (افغانستان امپراتوريو هديره ده) په خپله د افغانانو پر اتحاد اعتراف دی".

طالبانو چې په 15 اګست افغانستان په خپله ولکه کې اخستی دغه هېواد د سختو ستونزو سره مخامخ شوی، ملګري ملتونه وايي نيمه ابادي يې د لوږې سره مخ ده او د طالبانو په حکومت نيوکې کیږي چې ټولشموله نه دی او ښځې پکې شتون نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG