لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې په یوه ورځ تر درې لکو زیات خلک په کورونا اخته شوي


واشنګټن – د هندوستان د روغتیا وزارت د خالي یا شنبې په ورځ د کورونا د ۳۳۷۷۰۴ پېښو راپور ورکړی.

په هند کې د عامې روغتیا چارواکي وايي، کېدای شي په کورونا د اخته ټولو کسانو شمېر لا نه وي راټول شوی.

په اېرلېنډ کې د شنبې یا خالي په ورځ د کورونا اکثره محدودیتونه لېرې شوي او په دغه هېواد کې د تېرو دوو کالو راهیسې د لومړي ځل لپاره د سېنټ پېټرېک ډې په مارچ میاشت کې لمانځل کېږي.

د اېرلینډ لومړي وزیر مایکل مارټېن وویل، "پسرلی راروان دی او زه نه پوهېږم چې ما به کله هم د سېنټ پېټرېک ډې لمانځلو ته دومره شیېبې شمارلې وي لکه دا ځل."

خو تر اوسه هم دغلته د ماسکونو تړلو سپارښتنه پر ځای ده.

په واشنګټن کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ لېنکن مېموریل سره د واکسین ضد کسانو یو لاریون ته تابیا شوې ده.

په امریکا کې هم د واکسینونو پرضد پروپاګند د یو شمېر ډلو ترمنځ کېږي چې په هغو کې سیاستوال، د ښونځیو چارواکي، مسلکي لوبغاړي او روغتیايي کارکونکي شامل دي.

په امریکا کې د عامې روغتیا چارواکي وايي، کابو ۲۰ فیصده بالغ امریکایان نه دي واکسین شوي.

په ورته وخت کې د پولېنډ پخواني ولسمشر لېچ ولیسا اعلان وکړ چې په کورونا اخته شوی که څه هم ده په بشپړه توګه واکسین اخېستی و.

هغه په فېسبوک لیکلي، "له دې سبق نه وروسته به زه بې ماسکه پاتې نشم."

په جاپان کې هم د اومېکران ډول له امله په پلازمېنه کې د کورونا ناروغانو شمېر زیات شوی.

د شنبې یا خالي په ورځ ټوکیو د کورونا د ۱۱۲۲۷ ورځنیو نویو پېښو راپور ورکړی چې دا په تېرو څلورو پرلپسې ورځو کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د خالي یا شنبې په ورځ راپور ورکړ چې دوی په نړۍ کې د کورونا ۳۴۶.۵ میلیونه پېښې ثبت کړي چې ۵.۶ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

دوی دا هم وايي، چې په ګرده نړۍ کې تر اوسه پورې د واکسین کابو لس بیلینه ډوزه خلکو ته ورکړل شوي دي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG