لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې په وروستيو بارانونو او واورو کې لږ تر لږه اته تنه مړه شوي


په شانګله کې غر ښوېدلی، کور يې لاندې کړی دی
په شانګله کې غر ښوېدلی، کور يې لاندې کړی دی

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د وروستیو بارانونو او واورو کېدو په مهال رامنځته شوو پېښو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږ اته تنه مړه شوي او 16 ټپيان شوي دي.

په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) د شمېرو ترمخه د 21 جنورۍ جمعې د ورځې نه تر 23 جنورۍ پورې په صوبه کې د بارانونو له امله په رامنځته شوو پېښو کې د پينځه و ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي دي.

د ادارې د خبر ترمخه زيات مړي په شانګله کې شوي درې ماشومان او دوه سړي په يوه پېښه کې مړه شوي دي. نور پېښې چارسده، ډېره اسماعيل خان او هنګو کې شوي دي.

په شانګله ضلع کې په 21 جنورۍ د غره ښوېدو په پېښه کې يو کور تباه شوی او مرګ ژوبلې پکې اوښتې وې.

پي ډي اېم اې ويلي، په صوبه کې په رامنځته شوو پېښو کې څلور ماشومان، څلور ښځې او اته سړي ټپيان شوي وو.

ويل شوي په پېښو کې 29 کورونو ته تاوان اوښتی دی.

د ادارې په وېنا وزيراعلی په صوبه کې اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې امدادي هلې ځلې ګړندۍ کړي.

په صوبه کې د وړاندې نه د بارانونو او واورو کېدو په مهال د غرونو ښوېدو ويل شوي او اړونده ادارو ته د چمتو کېدو ويل شوي وو.

په شانګله کې د رامنځته شوې پېښې په اړه ځايي خلکو ويلي وو ضلعي انتظاميه د غره ښوېدو په خطره د وړاندې نه خبر کړی شوې او ضلعي مرستيال کمشنر بيا وي او اې ډيوه ته ويلي وو د اړونده ادارو سره يې دغه مسله شريکه کړې وه.

په پاکستان کې د موسمیاتو محکمې نن د ګل او سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ په غرييزو سيمو کې ځای په ځای د باران سره د واورې امکان څرکند کړی خو ویلي يې دي په مجموعي توګه په ملک کې به موسم وچ او يخ وي.

د موسمياتو محکمې ويلي نن او سبا د خېبرپښتونخوا او پنجاب په مېدانې علاقو کې د شپې او سهار په مهال دند يا لړې امکان لري.

Recommended

XS
SM
MD
LG