لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهين اپريدی د کال غوره لوبغاړی ګرځول شوی


د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې خېبر سره تعلق لرونکی د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې تېز بالر لوبغاړی شاهين شاه اپریدی د کال 2021 غوره لوبغاړی ګرځولی دی.

شاهين اپريدی د شل اووريزو سياليو د نړيوال جام په ګډون د جنوبي افريقې، بنګله دېش، او ويسټ انديز پرضد سيالیو کې د ښه لوبې په سر د کال غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی.

د پاکستان تېز بالر شاهين اپريدي په کال 2021 کې په 36 سياليو کې 78 وکټې اخستې يا لوبغاړي سوځولي دي.

اپريدي تير کال په شل اووريز نړيوال جام کې د هند پرضد د پاکستان په سیالۍ کې غوره بالينګ کړی او هغه د دغه سيالۍ مرکزي ګټونکی لوبغاړی شمارل کيږي.

شاهين اپريدي چې د تير کال د کرکټ غوره لوبغاړی ګرځول شوی، دا لومړی ځل چې د 2004 څخه ايي سي سي د کال غوره لوبغاړی اعلانول پېل کړي دا لومړي ځل دی چې کوم پاکستانی لوبغاړی د کال غوره لوبغاړی وګرځول شو.

نوموړی ايي سي سي د 2021 په پينځه ورځنیو او شل اووريزو لوبډلو کې هم شامل کړی وو.

د اپريدي د کال په غوره لوبغاړي ګرځول کېدو په ټولنيزو رسنیو نوموړی ستايل شوی او اومبارکيانې ورته ويل شوي دي.

د کرکټ نړيوالې شورا د کال د يو ورځنيو سياليو غوره لوبغاړی د پاکستان بابر اعظم، او د پينځه ورځنيو سیاليو غوره لوبغاړی د انګلېنډ جوروټ ګرځولی دی.

له دې وړاندې ايي سي سي د پېښور سره تعلق لرونکی محمد رضوان د شل اووريزو سياليو د کال غوره لوبغاړی اعلان کړی وو.

د دې ترڅنګ په ښځينه لوبغاړو کې د هند د لوبډلې سمرتي مندهانا د کال غوره لوبغاړې، او د جنوبي افریقې ليزل لي د يو ورځنيو سيالیو د کال غوره لوبغاړې اعلان شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG