لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې تر اوسه په څومره خلکو دمذهب دسپکاوي مقدمې درج شوي اؤ څومره وژل شوي دي؟


غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل رپورټ کې ويلي د پاکستان د جوړېدو نه تر اوسه پورې د هېواد دننه د 1415 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه او مقدمې درج شوي چې پکې د عدالت پرته 89 کسان وژل شوي هم دي.

رپورټ وايي د کال 1947 نه تر کال 2021 پورې پاکستان کې 18 ښځې او 71 سړي د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د عدالت پرته وژل شوې دي.

اسلام اباد کې دفعالې غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په رپورټ کې ويل شوي چې د کال 2011 او 2021 په منځومانه موده کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوى د الزامونو په رجحان کې اضافه ليدل شوې ده او دغه موده کې د 1287 وګړو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه لګول شوې دي.

د راپور تر مخه په مجموعي ډول د مذهب د سپکاوي په 1415 تورونو کې 107 تورونه د ښځو او 1308 الزامونه د سړو پرضد لګول شوې دي.

رپورټ وايي دا شمېرې د مطبوعاتي خبرونو په اساس راغونډې کړې شوې دي ګني دا شمېرې لا نورې هم زياتې کېدای شي.

د اسلامي نظریاتي کونسل چېرمېن او وتلی ديني عالم ډاکټر قبله ایاز وي او ای ډيوه ته وایي دا خبره سمه ده چې ځينې خلک د مذهب د سپکاوي د قانون څخه ناوړه استفاده کوي او داسې تورونه لګوي چې دحقيقت سره تړاو نه لري.

هغه وايي چې يو ځل دا ثابته شي چې الزام غلط لګیدلی نو بيا د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګوونکي ته هم سخته سزا ورکول پکار ده.

دښاغلي قبله ایاز په وینا "لمړۍ خو پکار دا ده چې څوک ددې قانون غلط استعمال هډو ونکړي. ځکه چې يو ځل ددې غلط استعمال وشي نو که هغه سړې د قانون نه بچ هم شي او د بې ګناهۍ له کبله هغه ته قانوني سزا ورهم نکړی شي نو د هغه تن ژوند خو په خطر کې پرېوځي ددې لپاره داسې اقدامات پکار دي چې ددې قانون د غلط استعمال مخنیوې وشي"

د سي ار ایس ایس په رپورټ کې ويل شوي د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیات 70 سلنه تورونه په پنجاب صوبه کې په خلکو لګول شوې دي.

د رپورټ ترمخه په پلازمېنه اسلام اباد کې د مذهب د سپکاوى 55 مقدمې درج شوي چې دپاکستان د انتظام لاندې کشمیر او خېبرپښتونخوا صوبه کې د درج شوو مجموعي مقدمو څخه هم زياتې دي.

د پنجاب څخه د مذهب د سپکاوى 1,098 کېسونه ،سندهـ څخه 177، خېبرپښتونخوا نه 33، بلوچستان څخه 12 او دپاکستان د ولکې لاندې کشمیر څخه د مذهب د سپکاوى 11 مقدمې رپورټ شوې دي.

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې دمذهب د سپکاوي د قانون ناسم استعمال عدالتونو غیر قانوني ګرځولی دی او وړاندې موده کې د اسلام اباد هایکورټ دا وړانديز کړی ؤ چې دمذهب د سپکاوي قانون نه ناوړه استفاده کوونکو ته دې هم ددې قانون لاندې سزاګانې ورکړی شي.

د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز محقیق محمد نفيس ډيوه ته وايي ددې قانون د ناسم استعمال بې شمېره رپورټونه مخې ته راغلې دي.

هغه وايي مخکې چرته ددې قانون په بنياد ښځې نه دي وژل شوې خو اوس شمېرې ښيي چې تر نن پورې ددې قانون په پلمه د عدالت پرته 17 ښځې قتل کړی شوې دي.

هغه وايي په پاکستان کې د مذهب دسپکاوي تورونه لګول دومره عام شوي دي چې دخبریالانو او تر دې چې د اوسني وزیر اعظم عمران پرضد هم د مذهب د سپکاوي الزامونه لګول شوې دي.

د پاکستان اعلا عدالتونو هم دمذهب دسپکاوي په تورونو تورن داسې يو شمېر تنان د شواهدو د نشتوالي په اساس خوشې کړي چاته چې لاندې عدالتونو سختې سزاګانې اورولې وې.

تېر کال د يورپي هېوادونو تنظیم يورپي يونين هم پاکستان کې د لږکيو پرضد د مذهب د سپکاوي د قانون څخه د ناوړه استفادې له امله د پاکستان لپاره تجارتي مراعاتو ته د بيا کتنې قرارداد مخې ته راوړی ؤ چې هغې ته خپل عکس العمل کې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري وېلي وو پاکستان به په خپلو کورنیو چارو کې بهرنې مداخله و نه زغمي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG