لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټونه وایي په افغانستان کې د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان کې ترهګري زیاته شوې


واشنګټن ـــــ د ترهګری په اړه د څېړنو ادارې په خپلو رپورټونو کې وايي چې د تېر کال 2021 اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو زور نیولی دی او دا پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د څېړنو ادارو ترمخه د نوي کال 2022 په جنوري کې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو ترهګر بریدونو، د طالبانو او بلوڅ وسلوالو ډلو سره په جګړه، هدفي بریدونو او چاودنو کې د 20 امنیتي عسکرو په شمول 50 پورې کسان وژل شوي چې پکې د امنیتي ادارو چارواکو تر مخه 19 ترهګر هم شامل دي او په وژل شوو کې تر لسو پورې عام خلک هم د بریدونو ښکار شوي دي.

پاکستان کې د زیاتو شوو ترهګر بریدونو ذمه واري د بلوڅ وسلوالو ډلو تر څنګ اکثره غیر قانونه تحریک طالبان پاکستان ډله هم قبلوي.

د روانې جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي یې وو، د ټي ټي پي پرضد یې جګړه روانه ده.

د ترهګرۍ د پېښو د شمېرو راغونډولو یوې ادارې ساوت ایشیا ټیررزم پورټل د یوې بلې څېړنیزې ادارې انسټیټوټ فار کنفلکټ منېجمنټ په مرسته پاکستان کې د شوو پېښو په اړه په خپله ویب پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په چارسده، ټانک ، ډېره اسماعیل خان، وزیرستان، بلوچستان او کراچۍ کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د جنوری په میاشت کې د داعش، القاعده، تحریک طالبان او بلوڅ یاغي ډلو تر 16 پورې وسلوال نیولي او د دوی نه یې په لویه شمېره کې بمونه، هینډ ګرنیډونه او نوره وسله هم تر لاسه کړی ده.

د جنورۍ درې غټ بریدونه:

د جنورۍ په 26 مه د تربت ضلعې د ليوېز چارواکو ویلي وو د نهې- سه شنبې په ماښام وسلوالو د تربت ضلعې له مرکز کيچ څخه 46 کلوميټره لرې پرته د سبدان په نامه سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوسته بريد کړی چې نهه پوځیان پکې وژل شوي.

د بلوچستان د کورنيو چارو مشير مير ضياء لانګو ډیوه ته منلې چې “په ياد بريد کې د امنیتي ځواکونو نهه سرتيري وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي”.

د ځايي خبريالانو په خبره د ياد بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې " بي ايل ايف" منلې ده او د بلوچستان د کورنیو چارو وزبر میر ضیاء لانګو هم ددغې ډلې له خوا د برید خبر تایید کړی.

خو ياد تنظيم بیا دعوه کړې چې په دې بريد کې يې 17 حکومتي عسکر وژلي او د هغوی وسله يې له ځان سره وړې ده.

د کورنيو چارو مشير ضياء لانګو وي او اې ډیوه سره خبرو کې د اوولس عسکرو د وژلو دعوه رد کړې او وایي برید کې نهه عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د لاهور بمي چاودنه:

د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور انارکلي بازار کې د زیارت- پنجشنبې په ورځ (د جنوری په 20مه) د بم په چاودنه کې لږ تر لږه دو کسان وژل شوي وو او تر شلو زیات نور کسان ژوبل شوي وو.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه بلوچ نېشنلسټ ارمي (بي اېن ای) نومې یوې وسلوالې والې ډلې د دغې بم چادونې ذمه واري منلې وه.

د اسلام اباد ترهګر برید:

د پاکستان د سر ښار د پولیس چارواکو ترمخه د جنورۍ په 17مه په اسلام اباد جي اېټ سېکټر سیمه کې د پولیسو په ناکه د موټرسایکل سپرو وسلوالو په ډزو يو پوليس عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.

د پولیس ترمخه ځوابي ډزو کې دوه حمله کوونکي وژل شوي وو. ددغه برید پړه لا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستې وه.

وزیرستان او خیبر پښتونخوا کې بریدونه:

د خېبرپښتونخوا د کوهاټ ضلعې پوليس وايي، د نهې/ سه شنبې په ورځ (25 جنورۍ) د کوهاټ د جرمې تاڼې په خواصي بانډه کې نامعلومو وسلوالو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم په ساتنه مامور پوليس په ډزو وژلی دی.

د کوهاټ پوليسو وياند فضل نعيم وي او اې ډیوه ته دغه پېښه تاييد کړې او نوموړي وويلي وو په خواصي بانډه کې د پوليو ټیم موجود وو او پوليس سرتېری حامد (کانسټېبل) ورته په سړک ولاړ وو، په دغه مهال نامعلومه وسلوال راغلي، په هغه يې ډزې کړي او په ځای يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ډېره اسماعيل خان پوليسو هم د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (20 جنورۍ) وي او اې ډيوه سره په شریک کړي خبر کې ويلي وو چې د کلاچي تاڼې د روړي په علاقه کې ترهګرو د پوليو ټیم په ساتونکو پولیسو ډزې کړي دي.

خو ويلي یې وو په ډزو کې پوليس بچ وتلي کومه مرګ ژوبله ورته نه ده اوښتې، او ترهګر د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي.

د جنوری په 18 مه نیټه د پوځ ویاندې ادارې ای ایس پي آر ویلي وو چې د شمالي وزیرستان سره خوا ته ټل سیمه کې یې د یو اپریشن په وخت دوه طالبان وسلوال وژلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د جنوری په 17 په میر علي کې په پولیسو برید کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو. د پولیسو ضلعي مشر دغه پېښه تایید کړې وه او غېرقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان ددې پړه منلې وه.

په دغه ورځ د باجوړ او کوز دیر مینځه سیمه کې د لیویز چارواکو ویلي وو چې په چیک پوسټ برید کې یو د لېويز عسکر وژل شوی وو او چارواکو ویلي وو چې دغه برید د نامعلومه وسلوالو لخوا شوی.

د جنورۍ په 17مه د پاکستان مطبوعاتو د ځايي پولیس چارواکو له خولې دا پېښه رپورټ کړې وه چې د سوات په نیمه کې سیمه کې ماشومانو د لوبو یو بم سره لوبې کولې چې د چاودنې په نتیجه کې دوه ماشومان مړه او یو ژوبل شوی وو.

د جنورۍ په 14 مه د پوځ ویاندې ادارې ايي ایس پي ار ویلي وو په میرانشا کې یې د یوې کاروایۍ په وخت دوه طالب وسلوال وژلي او دوه نور یې ژوندي نیولی وو.

د جنورۍ په 13 مه د پوځ په یو مطبوعاتي بیان کې ویل شوي وو چې د بنو په جاني خیل سیمه کې پوې پوځي چیک پوسته برید کې یو امنیتي عسکر وژل شوی وو. ددې نه وړاندې د جنورۍ په اولنۍ نېټه هم د بنو سبزي منډۍ خوا ته نامعلومه وسلوالو یو پولیس عسکر- چې په ډیوټۍ مامور نه وو- په ډزو وژلی وو. پولیسو دغه یو هدفي برید منلی وو.

ای ایس پي آر د جنورۍ په پینځمه ویلي وو چې د کوټ کلي جنوبي وزیرستان کې یې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په وخت دوه امنیتي عسکر وژل شوي وو. هم په دغه ورځ په ډېره اسماعیل خان او ټانک کې دوه ترهګر وژل شوي وو درې نور ژوندي نیول شوي وو.

پېښور سره نزدې د کوهاټ ضلعې پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه دره ادم خېل کې په یو کور کې يوه زړه مارټر ګوله چاودلې چې له امله يې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او یو بل ماشوم ژوبل شوي وو.

د علاقې پولیس وايي د مارټر ګولې د چاودنې پېښه د شنبې- خالي په ورځ د کوهاټ ضلعې سره پیوست د پخوانۍ نیمې قبایلي سیمې دره ادم خېل تحصيل په غره ييزه علاقه جواکي کې شوې ده.

بلوچستان او نورو برخو کې ترهګریزې پېښې:

د جنورۍ په 23مه د بلوچستان په پنجګور سیمه کې د رخشااوبو پل ته نزدې یوې چیک پوسته باندې برید کې یو امنیتي عسکر وژل شوی وو. ډان ورځپاڼې د چارواکو له قوله دغه پېښه تاید کړې وه او د بلوچستان یوې یاغي ډلې بلوچستان نیشنل ارمي ددې ذمه واري منلی وه. په دغه ورځ ای ایس پي آر په یو بیان کې ویلي وو چې په کېچ سیمه کې یې شپږ بلوڅ وسلوال نیولي وو.

د جنورۍ په 18مه نامعلومه کسانو په بولان مشکف سیمه کې د کوټې نه پینډۍ ته تلونکي ټرین ته بم ایښی وو چې په نتیجه کې یې کسان ژوبل شوي وو.

د جنورۍ په اتمه نېټه د بلوچستان په سبي لوڼي سیمه کې د چارواکو له خولې خبریالانو دا خبر رپورټ کړی وو چې د امنیتي ځواکونو په یو کاروان د برید وروسته د ډزو په نتیجه کې د دوه عسکرو په شمول درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو او دا چې په دغه کاروان کې یو ځايي مشر نوابزاده بارو خان هم ژوبل شوی وو.

د ساوت اېشيا ټېرريزم پورټل" په نامه د ترهګريزو پېښو په اړه معلومات ورکوونکې ادارې رپورټ دی چې دا وخت په بلوچستان کې څلور وسلوالې ډلې زياتې فعالي دي او وخت ناوخته پر امنيتي ځواکونو او بهرنيو وګړو ( چينایانو) حملي کوي.

د ادارې شمېرې ښيي چې په دغو څلورو وسلوالو ډلو کې "بلوڅ ليبريشن فرنټ (بي ايل ايف)، يونيایټیډ بلوڅ ارمي (يو بي اې)، بلوڅ ريپبليکن ګارډز (بي ار جې) او سندودېش ليبرېشن آرمي (ايس ايل اې) شاملې دي.

ياده دې وي چې په تېر 2021م کال کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان په بلوچستان کې له بېلتون غوښتونکو ډلو سره د مذاکراتو لپاره د پخواني بلوڅ سياسي مشر نواب اکبر بګټي لمسی او د پارلمان غړی شاه زين بګټی خپل سلاکار ټاکلي وو.

د جنورۍ په 21 مه د پنجاب په سرښار لاهور کې نامعلومه وسلوالو د لاهور پریس کلب مخې ته یو خبریال حسنین شاه په ډزو وژلی وو خو تر اوسه یې چا ذمه واري نه ده منلې او پولیس افسران وايي د پېښې پلټنې کوي او ککړ ملزم او د هغه یو ملګری یې نیولی دی خو نور تفصیل یې نه دی ویلی.

په پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې په داسې حال کې سېوا شوي چې د پاکستان پوځ ویلي د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پرضد یې جګړه روانه ده او د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشید د اسلام اباد له ترهګر برید وروسته ویره څرګنده کړې وه چې دغه شان د ترهګرۍ نورې پېښې هم کېدی شي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر ويلي، په راتلونکې کې د صوبې د امنیت دپاره د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان په پرتله داعش خراسان غټه خطره ده.

د صوبې د پوليسو مشر معظم جاه د جنورۍ په 22مه د داعش خراسان د خطرې خبره د ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې ده. هغه ويلي په نزدې راتلونکي کې په صوبه کې داعش خراسان د لاقانانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان په پرتله امنیت ته غټه خطره ده.

تېرکال 2021 حالات:

په پاکستان کې غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کالني رپورټ کې ویلي تېر کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصدي اضافه شوې چې پکې 853 کسان وژل شوي دي.

د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ او تشدد زياتره 75 سلنه پېښې يواځې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG