لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: تربت کې ملېشه عسکر ته پر ماشوم د جنسي تېري په تور سزا اورول شوې


کوټه ـــــ د بلوچستان د ایران له سرحدي پولې سره جوخت تربت سیمې ځایي عدالت له یوه ماشوم سره د جنسي تېري په تور یوه ملېشه یا ایف سي عسکر ته د 14 کالو بند سزا اورولې ده.

په بلوچستان کې د بشري حقونو د سازمان غړی شمس مندوخېل وایي، حکومت دې پر ماشومانو د جنسي تېري د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي:

"په ټول ملک کې پر بچیانو ډېر تشدد کېږي، جنسي تېري ورباندې کېږي، حکومت قانون سازي‌ هم کړې ده خو زموږ عدالتي کاروایۍ ډېرې کمزورې دي او خلکو ته ژر انصاف نه ورکول کېږي، ځکه نو دا ډول پېښې کمې شوې نه بلکې زیاتې شوې دي".

د ضلع کېچ د تربت د سېشن کورټ قاضي عبدالصبور مېنګل د جنسي تېري د مقدمې اورېدنه کړې چې په مقدمه کې نومول شوي ايف سي عسکر باندې جرم ثابت شوی دی.

مقدمه د تربت د يوه ځایی کس محمد نعيم په شکايت ثبت شوې وه، په مقدمه کې نامزد ملزم ريحان خان د ايف سي يو ملازم دی، پر ده باندې تور لګول شوی چې د هوشاب په سيمه کې یې پر یوه ما شوم جنسي تېری کړی.

عدالت ته د قضیې د اورېدنې پر مهال نظامي چارواکي، پلټنې کوونکی افسر او عیني شاهدان هم وړاندې شول او خپل خپل بیانونه یې ریکارډ کړل.

عدالت د مقدمې د اورېدنې په نتیجه کې تورن ملېشه عسکر ته د 14 کاله بند او د 10 لکه روپۍ جرمانې سزا واوروله چې له دې څخه به پینځه لکه روپۍ جرمانه اغېزمنې شوې کورنۍ ته هم ورکوي.

په مقدمه کې د حکومت له خوا ایډوکېټ شبير احمد دشتي او ظفر علي بلوڅ وړاندې شوي وو.

په بلوچستان کې د مدني ټولنې فعالان وایي د صوبې په لرې پرتو سیمو کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې ډېرې کمې په رسنیو کې رپوټ کېږي. د بلوچستان د مدني‌ ټولنو د اتحادیې یو مشر سمیع زرکون وي‌ او اې ډیوه ته وویل:

"په بلوچستان کې پر ماشومانو د جنسي تېرې د رپوټ کېدو معامله ډېره کمزورې ده، حکومت ته پکار دی د دې لپاره مرکزونه جوړ کړي‌ چې خلک داسې پېښې ورته رپوټ کوي‌ او بیا سرکار پر هغه رپوټ اقدام کوي".

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې غیرسرکاري ادارې وایي په پاکستان کې له 2017م کال راهیسې پر کم عمره ماشومانو د جنسي تېري او د هغوی د قتلونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG