لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تېر یو کال کې په پاکستان کې د پولیو یوه پېښه هم نه ده موندل شوې


واشنګټن -چارواکي وایي، په پاکستان کې د پولیو وروستۍ پېښه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۷ نېټه باندې ریکارډ شوې.

دوی وایي، د جمعې په ورځ یو کال پوره کېږي چې د پاکستان په تاریخ کې پکې د پولیو یوه نوې پېښه هم و نه موندل شوه.

د دې لپاره چې یو هېواد په رسمي توګه له پولیو څخه خالي وګڼل شي نو باید سر په سر درې کاله پکې د پولیو یوه نوې پېښه هم و نه موندل شي خو بیا هم ۱۲ میاشتې د پولیو له پېښې پرته او هم هم په یوه داسې هېواد کې چې امنیتي ستونزې هم لري یوه لویه خبره ده.

په کابل د طالبانو له قبضې سره پاکستاني طالبان هم غښتلي شوي او حتی د پولیو په ډلو باندې هم وخت ناوخت بریدونه کوي.

د مېرمن حسین په نامه د خیبر پښتونخوا د پولیو یوه کارکونکې وايي، "مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی."

هغې زیاته کړه، "مونږ نشو کولای چې خپله شا واړوو ځکه چې ستونزمنه ده."

ناجیریا په رسمي توګه په ۲۰۲۰ کال کې له پولیو څخه خالي اعلان شو او افغانستان د یواځینې هغه هېواد په توګه پاتې شو چې لا د پولیو نوې پېښې پکې موندل کېږي.

د پولیو ناروغۍ د انسان د شل یا فلج کېدو سبب ګرځي او دغه وایرس د غایطه موادو او لاړو لارې انتقالېږي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی او یو وخت یې د پخوانیو سیمو زیاته برخه په واک کې وه.

په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ د هغوی د ورکاوي په نامه پوځي عملیات پیل کړل په کوم کې چې د قبایلي سیمو په لسګونو زرو خلکو ته د سر او مال زیان ورسېد.

خو په پاکستان کې د شخړو د انسټیټیوټ (انسټیټیوټ اف کانفلېکټ) په وینا د تېر کال راهیسې یې په بریدونو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی چې اکثره بریدونه یې په اګسټ کې رامنځ ته شول هغه وخت چې په افغانستان کې طالبانو په واک قبضه وکړه.

په پاکستانیو ورځپاڼو کې اوس د پولیو د ټیم د ساتونکو د وژونې خبرونه هم وخت ناوخت ښکاري او یواځې په روانه اونۍ کې په کوهاټ کې یو تن وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۱۲ کال راهیسې د پولیو شاخوا ۷۰ کارکونکي وژل شوي چې اکثره یې په خیبر پښتونخوا کې وو.

خو بیا هم د ټي ټي پي ویاند د فرانسې خبري ادارې یا اې اف پي ته ویلي، "هېڅکله یې د پولیو په کوم کارکونکي باندې برید نه دی کړی،" او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د دوی اهداف دي.

خو د مردان ډیوپټي کمېشنر حبیب الله عارف وویل، چې دوی به پولیو او ترهګرۍ دواړو ته ماتې ورکوي.

د واکسین پرضد پروپاګند:

په پاکستان کې د پولیو د واکسین پرضد د ۱۹۹۴ کال راهیسې پروپاګند کېږي خو بیا هم تر ۲۶۰۰۰۰ کسانو پورې د واکسین ورکولو په کمپاین کې برخه اخلي.

په پاکستان کې د پولیو د ورکاوي د پروګرام مشر شهزاد بېګ وویل، "د پاکستان په ځینو سیمو کې دې ته د لویدیځ دسیسه وايي."

کله داسې هم ویل کېږي چې د پولیو ټیمونه جاسوسي کوي، واکسینونه سړي شنډوي او یا دا چې د خنزیر غوړ پکې دی هغه چې اسلام یې اخېستل منعه کوي.

د جاسوسۍ نظریې هغې وخت زور ومند کله چې په ۲۰۱۱ کال د پاکستان په ایبټ اباد کې د یو پاکستاني ډاکټر لخوا د واکسین ورکولو د پروګرام پر وخت د اسامه بن لادن ځای معلوم شو.

نو ځکه بېګ وايي، "دا یوه پېچلې ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي مسله ده."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG